کلنتن: ایران د سوریې په جگړه کې د بشارالاسد ملاتړ ډیر کړی دی
۱۳۹۱ بهمن ۱۳, جمعهاعلان
د امريکا متحده ايالاتو د لیرې کیدونکي بهرنیو چارو وزيرې هيلري کلنتن په حواله، ايران د سوريې په داخلي جنګ کې د جمهور رئيس بشارالاسد څخه خپل ملاتړ ډير کړی دی. کلنتن د بهرنیو چارو د وزارت څخه د لیري کیدو دمخه په وروستۍ مرکه کې وویل چي دا د ايران د مهمو لمړیتوبونو څخه دی چي اسد پر قدرت باندي پاته سي. د امريکا متحده ايالات ګمان کوي چي تهران په اوس وخت کې د بشارالاسد د ملاتړ او پوځ د مشورې لپاره نور پرسونل سوريې ته لیږي. سوريې ته د ايرانۍ وسلو د لیږلو څخه هم تشویش موجود دی. کلنتن د جمعې په ورځ د بهرنیو چارو وزارت د مقام څخه لیري کیږي او ځای ناستی به یې سناتور جان کیري وي.