1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کشمېر: هندي عسکر تر «کنترولي کرښي» اوښتي

نجيب الله زيارمل (دويچه ويله)۱۳۹۱ دی ۱۷, یکشنبه

د هندوستان او پاکستان په سرحد کي د هندي ځواکونو له خوا يو پاکستانی سرتیری وژل سوی او يو بل ټپي سوی دئ. ويل کيږي چي په سیمه کې اوس هم پاکستاني او هندي ځواکونه پر یو بل باندي ډزي کوي.

https://p.dw.com/p/17ElM
انځور: dapd

د پاکستان پوځ ويلي دي، چي د دغه دواړو هيوادونو تر منځ له هغه وروسته د ډزو تبادله پيل سوه چي هندي ځواکونه د يکشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د جنورۍ شپړمه) د حاجي پير په سيمه کي د «کنترول تر کرښي» تېر سول. دغه سيمه د اسلام آباد په ۸۰ کيلومترۍ کي پرته ده.

د پاکستان پوځ په يوه وينا پاڼه کي ويلي دي، چي هندي ځواکونه په کشمير کي د کنترول تر کرښي را اوښتي ول او د «سوان پاترا» پر امنيتي پوستې باندي ئې يرغل کړی وو. په وينا پاڼه کي دغه راز راغلي دي: «د پاکستان پوځ د دغه يرغل پر وړاندي بريالی غبرگون وښود.»

پاکستان ویلي دي، چي په دغه بريد کي ئې يو عسکر وژل سوی دئ او يو بل تن ټپي دئ، چي روغتيايي حالت ئې د اندېښنې وړ دئ.

د پاکستان د پوځ په خبره هندي ځواکونه پرشا سوي دي، خو اوس هم د دواړو هيوادونو تر منځ د ډزو تبادله روانه ده.

کشمير چي د هيمالايا په سيمه کي موقعيت لري، اکثره اوسېدونکي ئې مسلمانان دي. پاکستان او هندوستان دواړه د دغي ټولي سيمي د مالکيت ادعا کوي، خو عملاً ئې دواړه هيوادونه يوه يوه برخه اداره کوي.

د کشمير سيمه د ۱۹۴۷عيسوي کال [د پاکستان له تشکيل راهيسي] د پاکستان او هندوستان ترمنځ له درو جگړو څخه د دوو سبب سوې ده.

دا په داسي حال کي ده، چي هند له پاکستان سره هغه مهال د سولي خبري اتري وڅنډولې، چي په ۲۰۰۸ کال کي په پاکستان کي مېشتو توندلارو ډلو په بمبی کي خونړي بريدونه وکړل.

دغو دواړو اټومي وسلې لرونکو هيوادونو د ۲۰۰۳ کال له نوامبر مياشتي راهيسي اوربند اعلان کړی دئ، خو له هغه وخت راهیسي په وارو وار د دواړو هيوادونو د ځواکونو تر منځ لنډي جگړې سوي دي.

د کشمېر سيمه له هغه وخت راهيسي د دواړو هیوادونو له پاره په سرخوږی اوښتې ده چي په ۱۹۸۹ کال کې هلته د هند پر وړاندي ډلو فعاليت پيل سو. له هغه وخت راهيسي په دغه سيمه کي ۴۷ زره انسانان وژل سوي دي. په دې وروستيو کلونو کي په کشمېر کي زور زياتی لږ سوی دئ.