کشاف: يوازي د خيرخواه د خلاصېدو هلي ځلي نه کيږي
۱۳۸۹ بهمن ۲۵, دوشنبهد سولي د عالي شورا وينا قيام الدين کشاف په يوه ځانگړې مرکه کي د دويچه ويله المان ږغ راډيو پوښتنو ته جوابونه ويلي.
دويچه ويله: ويل کيږي چي د سولي عالي شورا د طالبانو د وخت د کورنيو چارو د وزير ملاخيرالله خيرخواه چي د ګوانتانامو په زندان کي دی د خلاصيدو وړانديزکړی دی؟
کشاف: د سولي عالي شورا پريکړه او پلان دادی چي، ټول هغه بنديان چي د ګوانتانامو او بګرام په زندانونو کښي دي، د هغوی د دوسيو تر څېړلو وروسته هغه له بنده خلاص کړو. يوازي د يوه تن خبره نه ده. ددې لپاره د سولي د عالي شوراپه تشکيل کي يوه کميته د سياسي بنديانو د خلاصولو په نوم سته. کله چي پاکستان ته ولاړو هلته مو د چارواکو سره د سياسي بنديانو د حواله کولو خبره کړې وه دا زموږعمومي پلان دي.
دويچه ويله:د سياسي بنديانو د خلاصولو د کميټې کاردا مهال په کوم پړاوکي دی.
کشاف: د سولي دعالي شورا هدف دادی چي موږ يوازي يوه برخه د کارنه يعني د يوې ډلګي او يو بندي په خلاصولوسره په افغانستان کښي جنګ پای ته نه رسييږي موږغواړوچي روان تاوتريخوالي او جګړو ته د پای ټکی کښېښودل سي، مخالفين د خبرو مېزته راسي او خپل شرايط وړاندي کړي. پر شرايطو غور وسي چي ترکومه حده مشروع اومعقول او د منلو وړدي بيا په دې کي د بنديانو خلاصون او مصونيت هم راڅي د څای ټاکل به هم راځي دا ټول په دي پوري اړه لري چي مخالفين کله خبرونته حاضريږي چيري او څنګه.
دويچه ويله: داسي معلوميږي چي د مخالفينو په دريڅ کي کوم نرمښت نه دی راغلي؟
کشاف: ځيني خبري داسي دي چي هغه افشاکول نه غواړم ډيرو با صلاحيت کسانوتماسونه نيولي دي د سولي د عالي شورا ريس استاد رباني سره يي اړيکي نيولي دي اوس ددې وخت راغلی دی چي شرايط د خبرو لپاره برابرکړو او د مخالفينو ژوند مصون وي.
دويچه ويله: په دې برخه کي د سعودي عربستان د پاچا نقش څنګه بولی؟
کشاف: د سعودي عربستان د پاچا څخه مو دمخه لا د شورا په کچه د طالبانو سره د خبرولپاره د منڅګريتوب غوښتنه کړې ول. څکه هلته زموږ قبله موجوده ده هلته دالله حرم او رسول الله مقدسه خاوره ده. موږ پاچا منځگړيتوب ته رابولو.
مرکه کونکی: جمال کوټوال
کتونکی: نجيب الله زيارمل