1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کریکټ: هندوستان د آسترالیا څخه ماتې وخوړه

۱۳۹۰ دی ۱۸, یکشنبه

آسترالیا د سډني د کریکټ پر میدان هندوستان ته د ټیسټ میچونو په سیالې کې د یو اننګز او ۶۸ منډو په سر ماتې ورکړې او دا شان یې د صفر په مقابل کې د دغه سیالۍ دوه لوبې ګټلي.

https://p.dw.com/p/13g9K
انځور: AP

د هندوستان وتلي منډه جوړونکي، سچن ټنډولکر، تر یوه حده د هندوستان لوبډلې د منډې جوړولو سره مرسته وکړه او ۸۰ منډې یې جوړې کړې. هندوستان په خپل دوهم اننګز کې د ۴۰۰ منډو په جوړولو توانیدالی وو.

تر دې د مخه د هندوستان لوبډلې په خپل اول اننګز کې ۱۹۱ منډې جوړې کړې وې، پداسې حال کې چې آسترالیا په خپل لمړي اننګز کې یواځې د ۴ لوبغاړو پر سوځیدو ۶۵۹ منډې کړې وې.

د جمعې په ورځ د ټیسټ لوبې په څلورمه ورځ چې کله هندوستان د خپل دوهم اننګز پیل وکړ نو، ګوتم ګمبیر، ۶۸ منډې او ټنډولکر ۸ منډې لرلې او د هندوستان ټولې منډې ۱۱۴ وی. ګمبیر د ۸۳ منډو تر جوړولو وروسته د پیټر سیډل پر توپ وسوځید. تر هغې وروسته تجربه لرونکی منډه جوړونکي لکشمن لوبې ته ملا وتړله او د ټنډولکر سره یې د سلو منډو شراکت وکړ.

خو د هندوستان په امیدونو هله اوبه توې شوې کله چې ټنډولکر وسوځید. د هغې تر سوځیدو وروسته د هندوستان منډه جوړونکي لکشمن، دهوني او کهولي يو په بل پسې وسوځیدل.

د آسترالیا په لوبډله کې، بهلفین هاوس، تر ټولو ښه توپ اچونکی وبلل شو چې پنځه لوبغاړي یې وسوځول. هغه په اولني اننګز کې دری تنه سوځولي وو. د آسترالیا د لوبډلې کپتان د سیالې تر ټولو ښه منډه جوړونکی وبلل شو. هغه په دغه سیالیو کې ۳ سلیزي جوړې کړې وې.

دویچه ویله/ سید ریاض
کتونکی: نجیب الله زیارمل