1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کریکټ: افغانستان زمبابوې ته ماته ورکړه

۱۳۹۴ بهمن ۲۳, جمعه

د افغانستان د کریکټ تر ۱۹ کلونو د کښته سن لوبډلي، د زمبابوې لوبډله په پنځو ویکټو وگټله او نهم مقام یې وگاټه. همداشان په یوه بله لوبه کې ملي لوبډلي په هند کې د گجرات لوبډلي ته په یوه شل اووریزه لوبه کې ماته ورکړه.

https://p.dw.com/p/1HuOU
انځور د ملي لوبډلي دئ
انځور د ملي لوبډلي دئانځور: Getty Images/AFP/J. Njikizana

په بنگله دیش کې د کريکت تر ۱۹ کلونو د کښته سن لوبغاړو د نړیوال جام سیالۍ روانې دي. په دغو سیالیو کې افغانستان و نه شوای کولای چې له گروپي سیالیو وړاندي لاړ شي. افغانستان په گروپي درو سیالیو کې خپلي دوې لوبې بایللې او یوه گټلې وه.

خو تر هغه وروسته د نهم مقام د ترلاسه کولو له پاره د افغانستان لوبډله ډیره ښه وځلیده او د نیوزیلنډ په شمول یې څو لوبډلو ته ماته ورکړه او دغه مقام یې وگاټه.

په ننۍ لوبه کې د زمبابوې لوبډلي د ټاس یا پچې تر گټلو په خپله منډو جوړولو ته ملا وتړله او په ټاکل شوو پنځوس اوورونو کې یې د نهو لوبغاړو پر سر ۲۱۶ منډي وکړې، چې په یو ورځنیو سیالیو کې یو آسانه هدف نه دی.

د زمبابوې د توپ وهونکو مری ۵۳ او د ماشینگ ۶۶ منډې د پام وړ وې. خو د افغانستان لوبډلې وشو کولای چې دغه هدف په ۴۷ اوور کې د پنځو لوبغاړو په سوځیدو سره پوره کړي.

د افغانستان له لوري ضیا الرحمن او مسلم موسی په توپ اچونه کې ښه وځلیدل او د مخالفې لوبډلې درې، درې لوبغاړي یې وسوځول. راشد خان، طارق او کریم جنت هم یو، یو لوبغاړ وسوځاوه.

افغان توپ اچونکو له لومړي سره د زمبابوې توپ وهونکي سر پورته کولو ته پرې نه ښول او د یوې منډې تر جوړولو وروسته یې د زمبابوې دوه لوبغاړي سوځولي ول.

د افغانستان په بریا کې تر ډیره د طارق او راشد خان لاس وو چې په ترتیب سره سلیزه او پنځوسیزه ووهله او د لوبې تر آخره ناسوځیدلي پاته شول. طارق په ۱۴۲ توپونو د دوو شپږیزو او لسو څلوریزو پر مټ ۱۰۶ منډي وکړې.

همداشان راشد خان بیا په ۵۰ توپونو ۵۵ منډي وکړې. طارق د ننۍ لوبې غوره لوبغاړی وبلل شو. د نړیوال جام سیالیو پای لوبې ته د هند او ویسټ انډیز لوبډلو لار موندلې چې د فيبرورۍ مياشي پر ۱۴ به خپل بخت وازمایي.

ملي لوبډلي د گجرات لوبډلي ته په ۱۹ منډو ماته ورکړه

د افغانستان د کریکټ ملي لوبډله دا مهال په هند کې ده او د آسیا جام له پاره د غوراوي پړاو سیالیو ته چمتووالی نیسي. د افغانستان لوبډلي نن په یوه شل اوریزه لوبه کې د گجرات کلب وگاټه.

لومړۍ منډې افغانستان جوړې کړې او په شلو اوورونو کې یې د پنځو لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۴۹ منډې وکړې. د افغانستان له لوري عثمان غني ۵۹، کپتان اصغر ستانکزي ۲۶ او نجیب الله ځدراڼ ۲۲ منډې وکړې. په پای کې افغانستان د گجرات لوبډلي ته د ۱۵۰ منډو هدف وټاکه.

په ځواب کې د گجرات لوبډلې تر وروستي توپه مقابله وکړه او د نهو لوبغاړو په سوځیدو سره یې ۱۳۱ منډې وکړې خو ټاکلی هدف یې تر لاسه نه کړ. افغانستان دغه لوبه د ۱۹ منډو په توپیر وگټله.

افغانستان د غوراوي پړاو سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه د فبرورۍ مياشتي پر ۱۹ نیټه له متحدو عربي آماراتو سره کوي. پر دې سربیره له هانکا نگ او عمان لوبډلو سره هم یوه، یوه سیالي لري. دغه سیالۍ په بنگله دیش کې تر سره کیږي. د آسیا جام سیالۍ بیا د فيبرورۍ له ۲۴ څخه په بنگله دیش کې تر سره کیږي.