کریستیان ولف د روسيې څخه خپل سفرپای ته ورسوی
۱۳۸۹ مهر ۲۴, شنبهداچي د مسکو د مليوني ښار د يوه ولايت اوليانوفسک څخه د 23 کلن انتون سره د جرمني دجمهوررييس مفصلي خبري صورت ونيسي ، نو هغه په خوب هم نسواي ليدلای ،انتون وايی ،
« زه يو څه وارخطأ يم . يوه هفته دمخه لا ما فکر نه سوای کولای ، چه زه دي د جرمني د جمهوررييس سره خبري وکم . زه ګمان کوم چه دا ډير د خوښۍځای دی ، چه داسي يو سړی زموږ اصلأ کوچنۍ منطقې ته راغلی دی . په هغه موږ ډير خوشاله يو . »
کريستيان ولف غوښتل چه يوازي د مليوني ښارو مسکو او سانت پيترس بورګ څخه ليدنه ونه کي ، بلکه د روسېې د محلاتو څخه هم .
د مسکو څخه 700کيلومتره ليري د اوليانوفسک محل ته د ورتګ انتخاب ځکه ده وکي ، چه دغه ښار د جرمني سره ډير ښه مناسبات لري .
د اوليانوفسک ډيری ځوانان ، لکه انتون ډيري ښې آلمانۍ خبري کوي ، دوی په داسي دولتي پوهنتونو کښي تحصيل کوي ، چه په هغو کښي د نورو ژبو تر څنګ جرمني هم تدريس کيږي .
جرمني شرکتونه اکثرأ دلته راځي ، ځکه چه دلته د سرمايه ګذارۍ دپاره فضأ ښه ده . جمهوررييس ولف ته معلومه سوه چه دغسي يوه فضأ د روسېې په هره برخه کښي حاکمه نده . دی وايي ،
« « د هغو سرمايه ګذارانو دپاره چه په روسېه کښي سرمايه ګذارۍ کوي ، دا ډيره مهمه ده ، چه دوی پر دې باندي باور حاصل کي، چه د هغه ځای قوانين د ټولو دپاره يو ډول دی ، او د خارجي او داخلي سرمايه ګذارانو سره هم يو ډول چلند کيږي . »
دا هغه پيغام دی چه ما د روسېې د مختلفو ځايوڅخه اخيستی ، او غوښتی مي . سربيره پر دې بايد د جرمني او روسېې تر منځ د تبادلې امکانات رامنځته سي . دا کفايت نه کوي چه يوازي اقتصاد پرمختګ وکي ، بلکه سړی بايد جامعې ته هم پرمختګ ورکي .
دغه موضوع ولف د روسېې څخه د خپل سفر په جريان کي په تکرار سره کړې ده ، او د روسېې د جمهوررييس ديمتري ميدويديف سره هم .
«زه د روسېې د جمهوررييس ميدويديف پر هغه ټينګ نيت باندي باور لرم ، چه د خپل هيواد د عصري کولو ، او زموږ د هغه پيشنهاد په مقابل کي چه پر قانون دولاړ دولت په باب خبري وکي ، په ورين تندي سره مني . دی ډير صميمي او صادقانه دی . »
په دغه سفر کښي ولف په خپل خاص ميتود سره په روسېه کښي ډيري دروازې خلاصي کړې ، چه دي غواړي د پخواني جمهوررييس هورست برعکس بل ډول رهبري وکي .
نينا ويرک هويزر/محمد قاسم نوري
کتونکی : ولي اڅکزی