کرکیټ: پاکستان له انگلستان څخه ماتې وخوړه
۱۳۹۰ بهمن ۲۵, سهشنبهاعلان
انگلستان د پاکستان پر وړاندې د کرکیټ د سیالۍ یوه ورځینې لوبه په ۱۳۰ منډو گټلې ده. د انگلستان منډه جوړونکي کک ډیره په زړه پورې لوبه وکړه او ۱۳۷ منډې ئې جوړې کړي. دا د پاکستان او انگلستان تر منځ د څلورو یوه ورځنیو سیالیو لومړې لوبه وه. په دغه لوبه کې انگلستان په ۵۰ اوورونو کې ۲۶۰ منډې جوړې کړې. په جواب کې د پاکستان ټوله لوبډله په ۳۵ اوور کې د ۱۳۰ منډو په جوړولو وسوځیده. د دغو سیالیو دوهمه لوبه به هم د چهارشنبې په ورځ په ابوظهبې کې تر سره شي او پاتې دوه نورې لوبې به په دوبی کې تر سره شي.