کرکیټ: د شل اوریزو سیالیو جام ویسټ انډیز گټلای دئ
۱۳۹۱ مهر ۱۷, دوشنبهاعلان
د کرکیټ د شل اوریزو سیالیو د نړیوال جام په پایلوبه کې تیره ورځ ویسټ انډیز کوربه هیواد سريلانکا ته ماتې ورکړه ده. په لومړي سر کې ویسټ انډیز منډو جوړولو ته ملا وتړله او د شپږو لوبغاړو په سوځیدو سره ئې ۱۳۷ منډې جوړې کړې .
که څه هم دغه منډې زیاتې نه وې او داسې اټکل کیده چې ښایي لوبه د سریلانکا په گټه تمامه شي، خو د ویسټ انډیز توپ اچوونکو ښه لوبه وکړه او په ۱۹ اوور کې ئې د سریلانکا ټول لوبغاړي د ۱۰۱ منډو په جوړولو سره وسوځول. په تیره اونۍ کې د نیمه پایلوبو په سیالۍ کې سریلانکا پاکستان ته او ویسټ انډیز آسترالیا ته ماتې ورکړې وه.