کرکیټ: تر ۱۹ کلنۍ د ټیټ عمر لوبغاړو نړیوال جام
۱۳۹۴ بهمن ۶, سهشنبهپه پام کې ده چې تر ۱۹ کلنۍ د ټیټ عمر لوبغاړو د کرکیټ نړیوال جام سیالۍ د جنورۍ میاشتې پر ۲۷مه نېټه پېل شي. په لومړۍ ورځ به د انگلستان او فیجي، جنوبي افریقا او بنگله دیش لوبډلو تر منځ سیالي وشي. جنوبي افریقا غواړي خپله اتلولي وساتي.
په دغه لوبه کې ۱۶ ټیمونه یا لوبډلي دي چې په څلورو گروپونو کې لوبیږي. په گروپونو کې د لوبډلو نوملړ په لاندي ډول دی.
A گروپ:
بنگله دیش، نمیبیا، سکاټلنډ، جنوبي افریقا
B گروپ:
افغانستان، کاناډا، پاکستان، سريلانکا
C گروپ:
انگلستان، فجي، ویسټ انډیز، زمبابوې
D گروپ:
هند، آیرلنډ، نیپال، نیوزیلنډ
په لومړي پړاو کې هره لوبډله درې، درې لوبي کوي. افغانستان به خپله لومړۍ لوبه د پنجشنبې په ورځ چې د جنورۍ له ۲۸ سره برابره ده له پاکستان سره وکړي. افغانستان به خپله دوهم لوبه د جنورۍ میاشتې پر ۳۰ له سریلانکا او د فبرورۍ پر اوله له کاناډا سره وکړي.
جنوبي افریقا په ۲۰۱۴م کال نړیوال جام گټلی وو او اوس غواړي خپله اتلولي وساتي. د لوبې تر پیلیدو د مخه افغانستان دوې تمریناتي لوبې وکړې چې د آیرلنډ لوبډلې ته یې په ستر توپیر ماته ورکړه او پر نیوزیلنډ باندي يې په ۱۳منډو وبایلله. د دغه نړیوال جام پای لوبه د فبرورۍ میاشتې پر ۱۴مه نېټه تر سره کیږي.