1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کريمي: د قرآن شريف د سپکاوي بله پېښه به فاجعه را منځ ته کړي

۱۳۹۰ اسفند ۱۴, یکشنبه
https://p.dw.com/p/14EqU

د افغانستان لوی درستيز جنرال شېر محمد کريمي ويلي دي چي که له ناټو څخه د قرآن پاک د سوځولو يوه بله بې احتياطي وسي نو فاجعې ته ورته پايلي به ولري. دا په داسي حال کي ده چي د امريکايي عسکرو لخوا په افغانستان کي د قرآن شريف د سوځولو پيښي په ټول افغانستان کي د خلکو احتجاجونه راپارولي ول چي پکښي په لسونو تنه ووژل سول او ټپيان سول.

کريمي له رويترز خبري آژانس سره په مرکه کي زياته کړې ده چي که بله ورته پېښه رامنځ ته سي نو طالبان به دغه خبره وپړسوي او په خپله گټه به ئې وکاروي. هغه زياته کړې ده چي بهرني ملگري خپل کار هغسي نه کوي لکه افغانان چي ئې غوښتونکي دي.