1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«کريميا تل د روسيې يوه برخه وه»

سيد رياض/ دويچه ويله۱۳۹۲ اسفند ۲۸, چهارشنبه

دا کومه عادي وینا نه وه. د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، په مسکو کې پر دې خبره باندي ټینگار وکړ چې د کریمیا په اړه د ده اقدامات له قانون سره سم دي. لویدیځوالو ته اوس یوازي د غبرگون ښوول پاته دي.

https://p.dw.com/p/1BSFD
انځور: Reuters

په بروکسل کې د ناټو عمومي منشي اندرس فوع راسموسن ویلي دي چې پوتین خطرناکه لاره غوره کړې ده. د پوځي ائتلاف نوموړي مشر په خپلو څرگندونو کې شکایت کړی دی چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین نړیوالو قوانینو ته د ورگرځیدو ټولي غوښتنې رد کړي دي. راسموسمن په خپلو خبرو کې وړاندي ویلي دي چې اوس د دې خطر موجود دی چې روسیه نوره منزوي شي.

راسموسن همداشان د یوه اوکرایيني د وژل کیدو د رپوټ په اړه ژوره خواشیني ښوولې ده. هغه ویلي دي: «ټول اړخونه باید له زغم څخه کار واخلي او د تشدد د لا پسې زیاتیدو د مخنیوي په خاطر ټول اړین گامونه واخلي.»

د لوېدیځ له ټولو احتجاجونو او جزایي اقداماتو سره سره، روسیې له ځانه سره د کریمیا یو ځای کیدل ومنل. د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د سه شنبې په ورځ د ولسونو د حقوقو پر بنسټ د روسیې په فیدراسیون کې د اوکرایین د نیمه ټاپو د شاملیدو تړون لاسلیک کړ.

په کریملین کې ملت ته د وینا پر مهال پوتین وویل چې د کریمیا د اوسیدونکو اکثریت په دې اړه پریکړه کړې ده. هغه یادونه وکړه چې «یوازي ولس د واک سرچینه ده.» هغه وړاندي وویل چې کریمیا تل د روسیې یوه برخه وه.

تړون لاسلیک شو

همداشان د کریمیا د مسکو پلوي مشرتابه استازو هم د روسیې په پلازمېنه مسکو کې دغه تړون لاسلیک کړ. د پارلمان له لوري د دغه تړون تائیدل یو یقیني امر بریښي او په روانه اوونۍ کې یې د تائیدېدو اټکل کیږي. د کریمیا د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې شاوخوا ۶۰۰ زرو کسانو په اصطلاح د «بیرته ورگرځیدو» جشن ولمانځه.

امریکا متحده ایالاتو، اروپایي ټولنې او اوکرایین، د اوکرايين خاوري د ضمیمه کولو پریکړه غندلې ده او په دې اړه اقدامات په رسمیت نه پیژني. واشنگټن د روسیې پر وړاندي د نورو بندیزونو د وضع کولو گواښ کړی دی. د متحده ایالاتو د حکومت ویاند جی کیرني ویلي دي په هغه صورت کې چې پوتین خپلې تگلارې ته تغیر ور نه کړي، نو پرضد به يې نور اقدامات وکړي.

د آلمان صدراعظمي انگلا میرکل له بارک اوباما سره یو ځل بیا تلیفوني خبري کړي دي. د آلمان د حکومت ویاند شتېفن زایبرت، ویلي دي چې دواړه مشران په کریمیا کې د پیښو د حقوقي ارزونو په اړه سره یوه خوله دي. «د کریمیا د خپلواکمنۍ یو اړخیز اعلان او د روسیې په فیدارسیون کې د هغې شاملول د اوکرایین د بشپړ ملي حاکمیت ضد عمل دی.»

په کیف کې لویدیځ پلوي حکومت په دې اړه رسمي احتجاج کړی دی. د اوکرایین د بهرنیو چارو وزارت د وینا له مخې په کیف کې د روسیې سفیر احضار شوی دی.

د اروپایي ټولني سرمشریزه

د اروپايي ټولنې د سرمشریزي یوه موضوع کریمیا او بله هم له اوکرایین سره چلند دی. په پام کې ده چې په اقتصادي توگه کمزوری دغه هیواد ۱،۶ میلیارده یورو تر لاسه کړي. په ټوله کې دغه ټولنه غواړي چې شاوخوا اوکراین ته ۱۱ میلیارده یورو په اختیار کې ورکړي خو د مرستو او پورونو په شکل. د پنجشنبې او جمعې په ورځو به د اروپایي ټولني د سرمشریزي مهمه موضوع د اوکرايین وضعیت وي. په دغه غونډه کې به له کیف سره د اروپایي ټولني د نزدیوالي د تړون سیاسي برخه لاسلیک شي.