1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کريملن په افغانستان کي د پوځي اډو د جوړلو سپيناوی غواړي

۱۳۹۱ فروردین ۲, چهارشنبه

د روسيې چارواکي وايي چي مسکو له واشنگټن څخه په افغانستان کي د دايمي پوځي اډو او تر ۲۰۱۴ کال وروسته د مرکزي اسيا له پوځي تاسيساتو څخه د کار اخيستلو د پلان په اړه د معلوماتو غوښتونکی دئ.

https://p.dw.com/p/14OMy
انځور: picture alliance/dpa

په افغانستان کښي د امريکا د متحده ايالاتو له خوا د دايمي پوځي اډو جوړولو، په کريملن کي پوښتني را ولاړي کړي دي.

د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرگي لاوروف په مسکو کښي له ځايي راډيو سره په مرکه کي ويلي دي، چي بېله کوم ضرب الاجل او هدف څخه په افغانستان کښي د پوځي اډو جوړول طبيعي خبره ده چي پوښتني را ولاړوي.

«امريکا يوازي په افغانستان کښي د پوځي اډو د جوړولو پلان نه لري، بلکي هغوی تلاښ کوي چي د يوې اوږدې مودې له پاره په مرکزي اسيا کي پوځي امکانات په لاس راوړي.»

هغه زياته کړې ده د متحده ايالاتو دې پلان ته په کتلو سره موږ غواړو چي پوه سو چي هغوی څه هدف لري.

يوانوف له کومرسانت راډيو سره په مرکه کي وويل، تر ۲۰۱۴ کال وروسته په سيمه کي د امريکا د متحده ايالاتو پوځي حضور د دريمو هیوادونو د په لاس راوړلو شکل لري.

د روسيې د بهرنيو چاور وزير زياته کړه، که په سيمه کښي پوځي حضور په افغانستان کښي د تروريزم يا مخدره موادو سره مبارزه وي:«نو دوی او نړيواله ټوله ولي له افغانستان څخه تر اوږدې، اوږدې جگړې وروسته وزي؟ او که دا د جغرافيايي سياست يوه پروژه وي، نو بيا موږ غواړو چي پوه سو چي په دغه سيمه کښي چي زموږ سره سرحد لري څه اهداف سته.»

له طالبانو سره خبري

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت چارواکو له افغان دولت پرته د واشنگټن او طالبانو تر منځ خبرو په اړه اندېښنه ښوولې ده.

ددغه هیواد د بهرنيو چارو وزير سرگي لاوروف ويلي دي چي په دې کي هيڅ شيک نسته چي په افغانستان کښي د سولي د راتلو په پروسه کي بايد افغان حکومت ونډه ولري.

«اوس داسي ويل کيږي چي د واشنگټن او طالبانو تر منځ به په يو بل هيواد کښي له افغان حکومت پرته په افغانستان کښي د سولي د راتلو په اړه مقدماتي خبري وسي. زه فکر کوم چي دا به ئې د حل لاره نه وي، په دې پلان کښي بايد بدلون راسي.»

لاوروف ويلي دي چي هيواد ئې د ملگرو ملتونو د امنيت شورا د هغي پريکړي، چي په افغانستان کښي دي ملي پخلاينه ټينگه سي پوره ملاتړ کوي. هغه زياته کړه چي طالبان هم بايد هغه درې شرطه چي وسلې به پر مځکه ږدي، د افغانستان اساسي قانون به مني او له القاعدې سره به اړیکي شکوي ومني.

د روسيې د بهرنيو چارو وزير دا هم ويلي دي چي د سولي په خبرو کي بايد د طالبانو هغه کسان گډون و نه لري چي د ملگرو ملتونو په تور ليست کښي شامل دي.

انترفکس/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: سعود جهش