1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کروکر: سيمه ييز پوليس په بشري سرغړونو نه دي تورن

۱۳۹۰ آذر ۲۷, یکشنبه

په افغانستان کي د امريکا د متحده ايالاتو سفير راين کروکرد بشري حقونود څار ډلي هغه ادعا ردکړه چي ګواکي سيمه ييز پوليس په بشري سرغړنو ککړدي.

https://p.dw.com/p/13V11
افغانستان کي د امريکا د متحده ايالاتو سفير راين کروکر
افغانستان کي د امريکا د متحده ايالاتو سفير راين کروکرانځور: dapd

امريکايي سفيرچي نن يکشنبه د (ليندۍ٢٦مه ) په کندهار کي له خبريالانو سره خبري کولې وويل دسيمه ييزو پوليسو بهير يو ګټور او بريالى پروګرام دئ، ځکه دوئ د سيمي او کليو له خلګو څخه راغلي دي او په خپله سيمه کي د امنيت په راوستلوکي يې ښه پايله درلودلې ده.

نوموړى وايي، دوئ د بشري حقونو رپورټ څاري او کيداى سي سيمه ييز پوليس په راتلونکي کي تر دغه هم غښتلي او قانوني بڼه خپله کړي.

«د امنيت په راوستلو کي د محلي پوليسو پروګرام ډير ګټوردئ، موږ ددې راپور پر بنسټ بيا هم څېړني کوو،لاکن په مجموعي کي د دوئ کارونه مفيد دي.»

کروکرله ٢٠١٤کاله وروسته د افغانستان سره پر خپلوهر اړخيزو مرستو بيا هم ټينګار وکړاو د خپل دولت مخکنۍ خبره يې بيا تکرارکړه، چي د روسانو د وتلو څخه وروسته د اتيايمو کلنو په ډول به افغانستان هيڅکله يوازي نه پرېږدي.

د کروکرپه خبره که څه هم امنيتي چاري به د افغانانو په غاړه وي خو د امنيت ترڅنګ به په اقتصادي او پرمختيايي چارو کي هم ددوئ مرستي رواني وي.

سفير په کندهار کي د کونسلګرۍ د جوړيدو په اړه هم يادونه وکړه او زياته يې کړه چي په دې لار کي د دوئ هڅي رواني دي، چي دلته کونسلګري پرانيزي او له دې لاري لا ښو همکاريو ته چټکتيا ورکړي.

نوموړي همداراز زياته کړه، دوئ کوښښ کوي چي د پاکستان سره هم اړيکي ښې کړي او په وينا يې چي پاکستانيان هم بايد دا درک کړي چي په ګډه کېداى سي د يوې ستونزي له پاره اساسي حل لاره ولټول سي.

کروکروايي، د وسله والو بريدونه نه يوازي په افغانستان کي ګډو ځواکونو ته، بلکي خپله پاکستان ته هم ګواښ دى او هلته هم بريدونه ترسره کوي.

راين کروکر د خپل ماموريت په دوران کي دا دوهم ځل دئ چي کندهار ته سفر کوي. نوموړي نن په خپل سفرکي د ولايتي شورا، سکتوري رئيسانو، ولسوالانو او ښاروالۍ له استازو سره هم وکتل او دوئ ټولو ته يې ډاډ ورکړچي د ستراتيژيک تړون له مخي به په راتلونکي کي افغانستان يوه روښانه اينده ولري.

محمد ابراهيم سپېڅلی/ کندهار
کتونکی: نجيب الله زيارمل