1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کروکر: افغانستان په سم لوري روان دئ

۱۳۹۱ تیر ۲۶, دوشنبه

په کابل کې د امریکا د متحده ایالاتو سفیر راین کروکر، وایي چې ادارې فساد د افغانستان د پرمختګ او ټیکاو پر وړاندي تر ټولو لویه ستونزه ده خو افغان حکومت ئې د له منځه وړلو له پاره سمه لار غوره کړې ده.

https://p.dw.com/p/15YCn
انځور: AP

کروکر د دوشنبې په ورځ په کابل کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال زیاته کړه چې که څه هم د افغانستان د راتلونکې په اړه ډیرې اندیښنې موجودې دي خو د امریکې متحده ایالاتونه به له ۲۰۱۴ کال وروسته هم افغانستان یوازې پرې نه ږدي.

نوموړي چې په راتلونکو څو ورځو کې ئې په افغانستان کې کاري موده پای ته رسیږي وویل چې له اداري فساد سره د مبارزې له پاره امریکا افغان دولت ته مشورې ورکوي.

«پاکستان باید له ترهگري سره ریښتنې مبارزه وکړي»

د راین کراکر په خبره هغه په افغانستان کې د امریکا د سفیر په توګه د خپل ماموریت پر مهال ډیره هڅه وکړه چې له ترهګرۍ سره په جګړه کې د دریو ملګرو هیوادونو امریکا، پاکستان او افغانستان تر منځ اړیکې ښې وساتي. هغه زیاته کړه چې په دې کار کې تر ډیره بریده بریالی شوی دئ خو لا هم یو شمیر جدي ننګونې پر ځای پاتې دي.

د امریکې سفیر وایي چې افغانستان په امنیتي، اقتصادي او د مامورینو د کاري وړتیا په برخه کې ډیرې ستونزې لري خو د دغو ناخوالو له منځه وړل د افغانانو له پاره ډیر اړین دي ځکه چې نړیوالې مرستې پر هغوی باندې تړلې دي.

راین کراکر د افغانستان او سیمې د ټیکاو له پاره د پاکستان رول مهم وباله او زیاته ئې کړه چې اسلام آباد پخپله د ترهګرۍ قرباني دئ او ورته په کار دي چې په دغه برخه کې ریښتینې مبارزه وکړي:

«دا به افغان امنیتي ځواکونو او نړیوالې ټولنې ته ګرانه وي چې په داسې حال کې له ترهګرو څخه جګړه وګټي چې ځالې ئې د افغانستان له پولو هغې غاړې ته موجودې وي. پاکستان ته په کار ده چې پخپله خاوره کې د ترهګرو ځالې ړنګې کړي او خپله مقابله جدي پر مخ بوځي.»

په کابل کې د امریکا سفیر یو ځل بیا ډاډ ورکړ چې د شیکاګو او توکیو په غونډو کې د افغانستان اقتصاد او امنیت تضمین شوي دي او هیواد به ئې تر ۲۰۲۵ کال وروسته هم د افغانستان تر څنګ ولاړ وي.

میرویس جلالزی
کتونکی: مسعود جهش