کرونده گر: دولت پنبه راباندي وکرل، اوس يې څوک غواړي نه
۱۳۹۰ آبان ۳۰, دوشنبهپه لښکرگاه كي د بست تصدۍ مخ ته د پنبې ډک پنځه شپېته ټراكټورونه ولاړدي، تر څو دغه تصدي يې پنبه ځني واخلي. د كروند ګروپه خبره، دلته ځکه ولاړ دي، چي د فابريكې له خوا دوكه وركړل سوې ده او ددوئ پنبه نه اخلي.
دغه كروند ګر وايي په لومړي سر كي د دولت له خواورته ژمنه وركړل سوې وه، چي تاسو په خپلو ځمكو كي پنبه وكرئ، رانيول يې په بست تصدي پوري اړه لري. خو اوس يې كرل سوې پنبه د فابريكې له خوا نه رانيول كيږي.
د هلمند ولايت ګروند ګر وايي دولت دي ددوئ پنبې ته لاري چاري و مومي ترڅو د خلكو پام دې كښت ته را واړوي او زياتوي چي كه دولت له دوئ نه پنبه وانخلي نو اړ دي چي يو ځل بيا د كوكنارو كـښت ته مخه كړي.
د نادعلي ولسوالۍ اوسيدونکی اجمل وايي، ټول ژوند يې په کرونده کي تيرسوی دئ.
دی وايي، د سږکال د پنبې اخيستل سوي حاصل ته ډيرخوشاله وو، خو اوس چي د هلمند ولايت د پنبې فابريکې د رياست له لوري ورته جواب ورکړل سوی، تر هغه به پنبه ددې فابريکې له مخه يو نسي چي باران يې لنده کړي او له کاره ولوږي.
د هلمند ولايت د پنبې د فابريكې ريس محمد شيرين هم د خلكو دا ستونزه مني، خو وايي چي سږكال يې د وزيرانو شورا له پريكړي سره سم يوازي د ۳ زره ټنه پنبې د رانيولو پلان درلودی او له دې زيات مالي امكانات ورته په واک كي نه دي وركړل سوي، چي له كرونده ګرو نوره پنبه وپېري.
شيرين وايي د وزيرانو شورا د پريکړي سره يوځای د مالي امکاناتو په ورکولو سره د هغوئ له خوا ورته ټاکل سوی وخت هم پوره سوی دئ.
« كه د مركزي دولت له خوا نور امكانات او پيسي راته را کړل سي، زموږ چمتو يو، چي له كرونده ګروڅخه نوره پنبه هم رانيسو.»
د چارواكو په وينا چي سږكال د اټكل له مخي په ټول هلمند كي په ۳۳زره جريبه ځمكه كي پنبه كرل سوې وه او تردې مهاله شاوخوا ۱۵زره ټنه پنبه د كرونده گرو لخوا ټوله سوې ده.
د ياوني وړده، چي له يوې خوا د پنبې د کرونده ګرو زړونه له دې کښت نه ماتيږي له بلي خوا بيا په هلمند کي د دولت او کرونده ګرو له لوري د کوکنارو د کښت پر سر ناندرۍ رواني دي.
مجتبي محمدي/ لښکرگاه
کتونکی: نجيب الله زيارمل