کرزې او ملګروملتونو د روژې په ویاړ د جګړې د بندیدو غوښتنه کړې
۱۳۸۹ مرداد ۲۳, شنبهولسمشر کرزي په دې اړه پخپل يوه پيغام کې ويلي هغه کسان چې وسله يې په لاس او په وينا يې بشري او اسلامي ضد کارونه کوي بايد د دغې مياشتې په درناوي ترې لاس واخلي.
ملګروملتونو هم له طالبانو غوښتې چې د روژې پر مهال ډزبندی وکړی.
په کابل کې د دغه سازمان له سیاسي نمایندګۍ څخه په خپره شوې یوه وینا پاڼه کې راغلی چې روژه د مسلمانانو د عبادت یوه مقدسه میاشت ده اوباید یې د جګړې ټولې غاړې درناوی وساتي.
داسي ښکاري چې د ملګرو ملتونو دغه غوښتنې ته تر اوسه پوري هیڅ یوې ډلي پام ندی نیولی.
د چهارشنبې په ورځ چې د روژې میاشتې له لومړۍ ورځي سره برابره وه د افغانستان په بیلا بیلو سیمو کې د تاوتریخوالي څو پیښې رامنځ ته شوې.
نن د شنبې په ورځ هم سهار وختي په خوست ښار باندې د یوه توغندې د لګیدو له امله د یوه کور دوه تنه اوسیدونکي وژل شوي او څلور نور ژوبل دي.
په ختیځ لغمان ولایت کې د افغان ملي پوځ یوه چارواکې دوچه ویلې آلمان غږ ته وویل په تېرو ٢٤ ساعتونو کې په همدې ولايت کې ١٧ نور یاغیان هم وژل شوي دي.
د سیاسي چارو کارپوهان وایې چې طالبانو او په افغانستان کې د جګړې نورو ښکیلو غاړو ته به ګرانه وي چې د ملګروملتونو دغه غوښتنه ومني.
د ولسمشرۍ له ماڼۍ څخه یوه خپره شوې خبر پاڼه له ولسمشر حامد کرزي څخه په حواله کاږي چې وسله وال باید په دغه میاشت کې د مسلمانانو له ځورولو لاس واخلي.
طالبانو او د حکومت نورو وسلوالو مخالفينو پخوا په وار وار دغه غوښتنه رد کړې ده .
ښاغلي کرزي تر دې وړاندې هم څو ځله له مخالفينو څخه غوښتي چې جګړې ته د پای ټکی کېږي .
په کابل کې د ملګرو ملتونو سیاسي نمایندګي او افغان ولسمشر په داسي حال کې له طالبانو د روژې د میاشتې پر مهال د جګړې د بندیدو غوښتنه کوي چې افغان دولت د ملګروملتونو د بندیزونو له تور نوم لړ څخه د یو شمیر نورو طالب قوماندانانو د نومونو د ایستلو په لټه کې دی.
په یوه وروستي اقدام کې د افغانستان د ملي امنیت شورا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا څخه غوښتي چې د پینځه څلويښتو تنو طالب قوماندانانو نومونه له خپل تور لیست څخه لري کړي.
شورا د یادو قوماندانانو نوم لړ د ملګروملتونو امنیت شورا ته سپارلی خو په اړه یې رسنیو ته څه ندي ویلي.
ليکونکی: مرويس جلالزی
کتونکی: احمدولي اڅکزی