کرزی: په ستراتيژيک تړون کي هر څوک خپلي گټي لري
۱۳۹۰ آبان ۲۵, چهارشنبهښاغلي کرزي په خپله پرانستونکې وينا کي د نړيوالي ټولني څخه مننه وکړه او ويې ويل، چي د افغانستان په پرمختګ کي ئې ستر رول لوبولی دئ.
ولسمشر کرزي دغه راز وويل، چي که امريکا غواړي له افغانستان سره ستراتيژيک تړون لاسليک کړي، بايد د افغانستان شرايط په پام کي ونيسي.
هغه افغانستان ته د « زمري د کور» خطاب وکړ او ويې ويل، چي امريکا بايد د افغانستان ګټي هم په پام کي ونيسي.
کرزي دغه راز وويل، چي له امريکا سره د ستراتيژيک تړون لاسليکول په دې معنا نه دئ، چي افغانستان به له نورو هيوادونو سره خپلي اړيکي پريکړي. هغه په ځانگړي توگه د ايران، چين او روسيې څخه يادونه وکړه.
کرزي وويل، چي د ستراتيژيک تړون په لاسليکولو کي د افغانستان عمده شرطونه د بهرنيو لخوا د شپې د عملياتو درول، په افغانستان کي د بهرنيانو زندانونه تړل او د افغانستان ملي حاکميت ته درانوی کول دي.
ولسمشر کرزي وويل:« په دې ستراتيژيک تړون کي امریکا خپلي گټي لري او افغانستان خپلي.»
کرزي وويل چي که متحده ايالاتو په دغو شرايطو له افغانستان سره د ستراتيژيک تړون لاسليکولو ته چمتو وي، نو دا د افغانستان په ګټه ده او افغانستان د دغه کار له پاره چمتو دئ.
د کرزي په وينا په دې کار سره به افغان دولت ډيري پيسې تر لاسه کړي او امنيتي ځواکونه به ئې و روزل سي.
کرزي دغه راز د سولي د بهير په اړه خبري وکړې. هغه د جرګې له ګډون والو څخه وغښته چي په دې برخه کي افغان حکومت ته مشوره ورکړي.
کرزي وويل چي د افغانستان د ستونزي د حل له پاره تر ټولو ښه لار سوله ده، خو جرګه بايد دغه خبره روښانه کړي، چي افغان حکومت د چا سره دغه خبري وکړي.
په دغه جرګه کي څه نا څه ۲۰۰۰ افغان مشران ګډون لري. روانه لويه جرګه به تر څلورو ورځو خبرو اترو وروسته افغان حکومت ته د امريکا سره د ستراتيژيک تړون په اړه خپلي مشورې ورکړي.
که څه هم تر دې وړاندي ويل سوي ول، چي لويه جرګه به د ستراتيژيک تړون پر سر فيصله کوي خو اوس له دې څخه ډډه شوې او دغه جرګه کولای سي، په دغه هکله يوازي مشورې ورکړي.
د افغانستان پارلمان بيا کولای سي چي د لويي جرګي مشورې رد يا تاييد کړي.
ځيني کارپوهان په دي اند دي چي افغان حکومت ددي له پاره چي د جرګې د خلافي پريکړو مخنيوی وکړي، دې جرګې ته ئې يوازي مشورتي صلاحيت ورکړ.
مسعود جهش
کتونکي: نجيب الله زيارمل