1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزی: په اداري فساد کې نړیوال ګرم دي

مسعود جهش۱۳۹۱ دی ۲, شنبه

افغان ولسمشر حامد کرزي، یو ځل بیا پر بهرنیو هیوادونو باندې په کلکو الفاظو نیوکه وکړه او په افغانستان کې د اداري فساد د یوې لويې برخې پړه یې پر هغوی باندې ور واچوله.

https://p.dw.com/p/177uZ
Afghan President Hamid Karzai speaks to lawmakers at the parliament in Kabul, Afghanistan, Thursday, June 21, 2012. Karzai has called on both Afghan lawmakers and international allies to do more to stamp out the corruption that pervades the country's government. (AP Photo/Musadeq Sadeq)
Hamid Karzai Präsident Kabul Ansprache Parlamentانځور: AP

ولسمشر حامد کرزي د شنبې په ورځ په کابل کې د ادارې فساد پر ضد د یوې جوړې شوې غونډې پر مهال وویل چې په ۲۰۱۴ کال کې به بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووځي او په دې هیواد کې به فساد راکم شي‎. هغه زیاته کړه: «له دې سره به د دوی [بهرنیو ځواکونو] قراردادونه، د دوی تشکیلات او د دوی ساختارونه چې دلته یې جوړ کړي دي له منځه ولاړ شي. دا به د فساد یوه ډیره لویه منبع وي چې له افغانستان څخه به ورکیږي. دا به د افغانستان د خلکو په خیر وي.»

د ولسمشر کرزي په خبره اداري فساد په افغانستان کې «دوه واضح» اړخونه او منبعې لري. هغه وویل: «یوه یې [د فساد یوه منبع] زموږ داخلي کمزوري ده... دویم اړخ يې په افغانستان کې د خارجیانو له خوا راوړل شوی او تشویق شوی فساد دی.»

دا په داسې حال کې ده چې ډیر شمېر هغه هیوادونه چې له افغانستان سره يې د مرستو ژمنې کړي دي، خپلې مرستې د افغان حکومت له خوا له ادارې فساد سره مبارزه کولو پورې تړلې بولي. یو شمیر غربي هیوادونه پر ولسمشر کرزي او د هغه پر ادارې باندې نیوکه کوي چې د اداري فساد په له منځه وړلو کې په لازمو اقداماتو باندې لاس نه پورې کوي.

کرزي ادعا وکړه چې دولت یې د فساد په له منځه وړلو کې ډیرې هڅې کړې دي خو د هغه په خبره دا هڅې به هغه وخت پایلي ولري چې د فساد لویې منابع په افغانستان کې له منځه ولاړې شي.

«له تریاکو سره ظاهري مبارزه»

ولسمشر کرزي په خپلو خبرو کې وویل چې «د ملګرو ملتونو د تریاکو اداره» او نړیواله ټولنه په افغانستان کې «ظاهري کوښښونه کوي». افغان ولسمشر زیاته کړه چې که څه په افغانستان کې ډیرې پیسې لګیدلې دي او ډیر شمیر بهرني سرتیري میشت دي بیا هم په تېرو لسو کلونو کې په دې هیواد کې د تریاکو د کښت کچه لوړه شوې ده.

ولسمشر کرزي له دې سره یو ځل بیا پر «بهرنيانو» باندې نیوکه وکړه چې په افغانستان کې د اداري فساد او تریاکو د کښت د له منځه وړلو په موخه ریښتنې مبارزه نه کوي. هغه د خپلو خبرو په دوام کې زیاته کړه: «ایا تریاکو ته په نړۍ کې ضرورت ډیر شو او که نور لاسونه ول چې له یوې خوا یې اعلان کاوه چې [په افغانستان کې] د تاریاکو پر خلاف کار کوي او له بلې خوا یې تریاک ډیرول. فساد هم په همدې ډول ډیر شو. افغانستان باید ډیر احتیاط وکړي.»

«په افغان حکومت کې فساد شته»

کرزي دا خبره ومنله چې اوس يې هم په حکومت کې د فساد کچه ډیر لوړه ده. دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د شفافيت نړيوال سازمان ویلي وو چې افغانستان، شمالي کوريا او سوماليا په ۲۰۱۲ کال کې د نړۍ د فاسدو هیوادونو په لست کې لومړی ځای لري. د شفافيت نړيوال سازمان هر کال د نړۍ هیوادونه د فساد د کچې له مخې درجه بندي کوي.

د کرزي په خبره ‎د فساد په له منځه وړلو کې د افغان حکومت کورنۍ هڅې ډیرې مهمې دي. هغه په دې برخه کې په خاصه توګه د قوانینو له اسانیدو او د مأمورینو د معاش زياتولو ته اشاره وکړه.

په پلان کې ده چې د ۲۰۱۴ کال تر پایه پورې به په افغانستان کې میشت ټول بهرني جنګي ځواکونه له دې هیواد څخه ووځي. یو شمیر کارپوهان او عام افغانان اندیښنه لري چې له دې سره به د افغانستان مرستندویه هیوادونه چې اوس له دې هیواد سره ډیرې مالي مرستې کوي، خپلې مرستې راکمې کړي. خو نړیوالې ټولنې ژمنه کړې ده چې تر دې نیټې وروسته به هم له افغانستان سره خپلو مالي مرستو ته دوام ورکوي او دغه هیواد به یوازې پرې نه ږدي. خو ډیر شمیر مرستندویه هیوادونه په افغانستان کې د اداري فساد او مخدره توکو د کښت د لوړې کچې له کبله انديښنه ښيي او وايي چې خپلې مرستې به په دې شرط جاري ساتي، چې د مخدرو توکو د کښت او د اداري فساد کچه هم راټيټه شي.