1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزی: پاکستان د سولي په پروسه کي هيڅ مرسته نه ده کړې

۱۳۹۰ آذر ۱۲, شنبه

افغان ولسمشر حامد کرزی، په بن کي د شپيگل مجلې سره په مرکه کي ويلي:«په خواشينۍ سره تر اوسه پاکستان د خبرو اترو ميز ته د طالبانو د مشرانو په راوستلو کي کومه مرسته نه ده کړې.»

https://p.dw.com/p/13M9P
افغان ولسمشر حامد کرزی او د المان د بهرنيو چارو وزير گيدو ويستر ويله
افغان ولسمشر حامد کرزی او د المان د بهرنيو چارو وزير گيدو ويستر ويلهانځور: dapd

کرزي په خپله مرکه کي ويلي، چي په پاکستان کي يو شمېر کړۍ غواړي چي طالبان په افغانستان کي فعاله و اوسي. د کرزي په وينا ترڅو چي په دغه مسئله کي بدلون را نه شي، د طالبانو سره به د سولي پروسه کاميابه نه شي.

کرزي په مرکه کي ويلي دي، چي افغانستان به د ۲۰۱۴کال وروسته هم د لسو کلونو له پاره د نړيوالي ټولني مالي مرستو ته اړتيا ولري. خو د هغه په وينا په دغي مودې کي به نړۍ په افغانستان کي د اوس په وخت لږي پيسي مصرفوي، ځکه چي تر ۲۰۱۴کال وروسته به په افغانستان کي د هغوئ پوځيان شتون و نه لري.

کرزي زياته کړې چي هيواد به يې د امنيتي ځواکونو د تجهيز او روزني په برخه کي نړيوالو مرستو ته اړتيا ولري. هغه دا خبره هم منلې ده چي دولت يې ټولو افغانانو ته د امنيت په برابرولو کي پاته راغلی دئ.

کرزی د جمعې په ورځ ناوخته د آلمان د بن ښار ته را ورسيد، ترڅو دلته د افغانستان په هکله په راروانه غونډه کي ددوشنبې په ورځ گډون وکړي.

په دغه کنفرانس کي تر سلو زياتو هيوادونو او نړيوالو سازمانونو استازي ګډون کوي، ترڅو د ۲۰۱۴کال وروسته د لسو نورو کلونو له پاره افغانستان سره د خپلي ملګرتيا تعهد تازه کړي.

دا په داسي حال کي ده چي د افغانستان مالي وزير، محمد عمر زاخيل وال، تر دې وړاندي ويلي دي چي افغانستان هر کال د امنيتي او پرمختيايي پروژو د تمويل له پاره اوه ميليارده ډالرو ته اړتيا لري.

هغه دغه راز ټينګار کړی، چي افغانستان بايد په داسي وضعيت کي پاته نه شي چي د مالي ستونزو له کبله د پرمختيايي او امنيتي پروژو څخه يوه غوره کړي.

د کنفرانس د بحث يوه موضوع له طالبانو سره د سولي خبري اتري دي. خو په کنفرانس کي د پاکستان نه ګډون ښايي پر دغي موضوع د خبرو مؤثريت راټيټ کړی وي.

پاکستان وروسته ترهغه په کنفرانس کي د نه ګډون اعلان وکړي چي د افغانستان او پاکستان تر منځ په سرحدي سيمو کي د ناټو د يو هوايي بريد له امله ۲۴پاکستاني سرتيري ووژل شول.

آژانسونه/ مسعود جهش

کتونکي: نجيب الله زيارمل