1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزی: هغه طالبان چې سوله غواړي وژل کیږي

مسعود جهش (آژانسونه)۱۳۹۲ اسفند ۲۴, شنبه

افغان ولسمشر حامد کرزي ویلي دي، هغه طالبان چې د سولې له بهیر سره لیوالتیا لري او په پاکستان کې دي، یا خو نیول کیږي، او یا هم وژل کیږي. کرزي زیاته کړې ده چې په تیرو ۱۲ کلونو کې پر افغانستان باندې جگړه تپل شوې ده.

https://p.dw.com/p/1BQEO
انځور: Johannes Eisele/AFP/Getty Images

ولسمشر کرزي د شنبې په ورځ د افغانستان پارلمان پرانیست او هغه ته یې وینا وکړه. دا کیدای شي د ولسمشر په توگه پارلمان ته د ولسمشر کرزي وروستۍ وینا وي، ځکه د راتلونکې میاشت پر پنځمه نیټه په افغانستان کې ولسمشریزې ټاکنې کیږي چې ولسمشر کرزي په کې د اساسي قانون له مخې خپل ځان نه دی نومولی.

ولسمشر په خپله وینا کې وویل: «گرانو ورونو او خویندو، زه پر دې باور یم چې امریکا متحده ایالات او پاکستان کولای شي چې د افغانستان د سولې له بهیر سره مرسته وکړي. خو موږ په دې خبره هم پوهیږو چې د طالبانو مشري په پاکستان کې په امن او امان کې ژوند کوي. د طالبانو د ډلې هغه غړي چې له خپلو خلکو او هیواد سره خبرو ته چمتو دي، په خواشینۍ سره یا نیول کیږي او یا هم وژل کیږي.»

کرزي په خپلو خبرو کې روښانه کړه چې اوس یې امنیتي ځواکونه د افغانستان د ۹۳ سلنه خاورې امنیتي مسوولیت پر غاړه لري، او ویې ویل چې دغه ځواکونه چمتو دي له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته، د دغه هیواد ټول امنیتي مسوولیتونه پر غاړه واخلي.

پلان شوې ده چې د ناټو ټول جنگي ځواکونه د ۲۰۱۴ کال تر پایه پورې له افغانستان څخه ووځي، او په دې ترتیب سره په افغانستان کې د ناټو ایساف ماموریت، پای ته ورسیږي. دا د ناټو په تاریخ کې تر ټولو اوږد جنگي ماموریت وو. ناټو او امریکا متحده ایالات غواړي چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې یو نوی ماموریت پیل کړي، خو د دې کار له پاره لومړنۍ شرط د امنیتي تړون لاسلیکدل ښوول شوي دي.

د سولې د بهیر پیل د امنیتي تړون د لاسلیکدو اصلي شرط

کرزي پارلمان ته د خپلو خبرو پر مهال یو ځل بیا ټینگار وکړ چې تر هغه وخته پورې چې په افغانستان کې د سولې بهیر پیل نه شي، نو له امریکا متحده ایالاتو سره به امنیتي تړون لاسلیک نه کړي. د دغه تړون متن بشپړ شوی دی او د لویې جرگې له خوا هم دا خبره تایید شوې ده چې ولسمشر دې هغه له واشنگټن سره لاسلیک کړي، خو کرزی له دې کاره ډډه کوي او وایي چې د لاسلیکولو له پاره یو شمیر شرطونه لري. همدې موضوع په وروستیو وختونو کې د امریکايي او افغان حکومتونو تر منځ اړیکې ترینگلې کړې دي.

هغه روښانه کړه چې په وروستیو وختونو کې د معتصم آغا جان، له خوا له طالبانو سره د سولې د خبرو اترو کوښښونه وشول، خو هغه وویل چې په همدې وخت کې د طالبانو ډیر مشران په پاکستان کې ووژل شول. کرزي زیاته کړه: «یا باید له ترهگري سره په هماغه ځای کې چې ورڅخه منبع اخلي مبارزه وشي او یا هم دا چې د ترهگرۍ تمول او ملاتړ ته باید د پای ټکۍ کیښودل شي.»

«بهرنیان دې په ټاکنو کې مداخله نه کوي»

ولسمشر کرزي ادعا وکړه چې افغان حکومت په دې هڅه کې ده چې ټاکنې شفافې او عادلانه وي. هغه دا هم وویل چې چا ته به اجازه ور نه کړي چې په ټاکنو کې مداخله وکړي. کرزي وویل چې دا به د نورو هیوادونو په خیر وي چې د افغانستان په ټاکنو کې مداخله و نه کړي. کرزي په عین حال کې دا هم وویل چې د افغانستان په اساسي قانون کې د همدې قانون له مخې بدلون هم رامنځ ته کیدای شي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب