«ملا عمر په ټاکنو کې ګډون کولای شي»
۱۳۹۱ تیر ۲۲, پنجشنبهکرزی چې تل پر طالبانو باندې د سولې غږ کوي او ان وخت نا وخته هغوی ته د «ورونو» خطاب کوي، د پنجشنبې په ورځ په کابل کې یو ځل بیا د دې ډلې له مشر ملا محمد عمر، څخه وغوښتل چې جگړه پریږدي او د افغانستان د ولسمشرۍ په راتلونکو ټاکنو کې برخه واخلي. ولسمشر کرزي یوه خبري کنفرانس ته وویل:
«زه یو ځل بیا پر افغانانو غږ کوم، هغه افغانان چې د بهرنیو د لاس اله نه دي او له موږ سره ستونزې لري. موږ هر ډول خبرو اترو ته چمتو یو.»
ولسمشر کرزي زیاته کړه چې ملا عمر او د هغه ملگري کولای شي په افغانستان کې یو سیاسي گونډ جوړ کړي او په ټاکنو کې گډون وکړي: «هغه او ملگري ئې کولای شي چې خپل سیاسي گوند جوړ کړي، په سیاست کې برخه واخلي او په ټاکنو کې خپل ځان ونوموي. که خلکو ورته رایې ورکړي نو هغه کولای شي د افغانستان مشري پر غاړه واخلي.»
د طالبانو رژیم چې مشري ئې ملا عمر کوله د متحده ایالاتو له خوا په ۲۰۰۱ کال کې راوپرځول شو. ویل کیږي چې تر هغه وروسته د طالبانو مشران د افغانستان گاونډيو هیوادونو ته ولاړل او له هغه ځایه ئې د افغان حکومت پر ضد جگړه پیل کړه.
اوس چې له هغه وخت څخه لس کاله تیریږي طالبان لا هم د ناټو او افغان دولت پر وړاندې په جگړه بوخت دي. که څه هم افغان حکومت تل پر طالبانو باندې د سولې غږ کوي خو دغه ډله وایي چې د کابل حکومت د امریکا په اشارو کار کوي او له همدې کبله له دې دولت سره خبرې اترې نه کوي.
کرزي د پنجشنبې ورځې په خبري کنفرانس کې وویل چې د طالبانو د ډلې مشر ملا محمد عمر، کولای شي چې افغانستان ته راشي: «ملا عمر کولای شي هر وخت افغانستان ته راشي او یو سیاسي دفتر پرانیزي. خو هغه باید له وسلې څخه لاس واخلي.»
طالبانو په روان کال کې له امریکا متحده ایالاتو سره د سولې خبرې اترې ودرولي. طالبانو اعلان کړی وو چې په قطر کې به یو سیاسي دفتر پرانیزي خو دغه بهیر بیا د د هغوی له خوا ودرول شو.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: عبدالباري حکیم