1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزی: «متحدين په افغانستان کي اوږد مزل په مخکي لري»

۱۳۸۹ اردیبهشت ۱۸, شنبه

جمهور رييس حامد کرزي نن وويل چي متحده ايالات او د هغه نور متحدين په افغانستان کي د خپلو امينتي عملياتو د بشپړ برياليتوب په وړاندي لا تر اوسه پوري اوږده لاره په مخکي لري.

https://p.dw.com/p/NJF0
د افغانستان جمهور رييس حامد کرزی
د افغانستان جمهور رييس حامد کرزیانځور: AP

کرزي په هغي يوي مقالي کي چي نن په واشنګتن پست کي خپره شوي ده په خپلو جملو سره داسي ليکلي دي: « مونږ په ګډه يو بل سره اوږد مزل کړي دي، خو په افغانستان کي نړيوالي هڅي لا تر اوسه يوه ډيره اوږد مزل په مخکي کي لري چي بايد ووهل شي. مونږ لا تراوسه بريالي شوي نه يو چي د هيواد يوي ستري برخي ته امن ور په برخه کړو.»

کرزي په دي مقاله يک ويلي دي چي هغه په وار په وار سره دا خبره کړي چي د افغانستان د ناامني سر چينه په بهر کي ده ، چيرته چي طالبانو او نورو اورپکو ته پناه ورکوله کيږي او دا ستونزه لا تراوسه حل شوي نه ده.

کرزي د دغي مقالي چي د فرانس پرس خبري آژانس تری نقل قول کړي دي په يوبل ځاي کي ليکي دي: « د شپي له خوا هجومونو او د خلکو د کورنو تلاشيو ته د پاي ټکي ايښودل او دغه راز افغانانو ته زمونږ په خپله خاوره کي د بنديخانو د کنترول سپارل هم په دغی اوږدی لاری کي له برياليتوب سره مرسته کوي».

کرزي وويل چي د ملکي خلکو مرګ ژوبلي هم د ياغيانو ضد عملياتو ته تاوان رسولي دي.

د واشنګتن پست په مقاله کي کرزي په داسي حال کي چي اعتراف کوي چي د متحده ايالاتو او د ناتو عمومي قوماندان جنرال ستنلي ميک کريستل د ملکي خلکو د مرګ ژوبلي ستونزي ته زياته پاملرنه کړي ده، خو بيا هم ډير زياتو هلو ځلو ته اړتيا ليدله کيږي.

کرزي د يکشنبي په ورځ د واشنګتن په لور خوځيږي چيرته چي د امريکا متحده ايالاتو له جمهور رييس بارک اوبما سره د مي په 12 ليدنه کتنه لري.

تيره اوني د کرزي وياند، وحيد عمر په کابل کي يوي خبري غوندي ته وويل چي دغه سفر د افغانستان او متحده ايالاتو په اړيکو کي خورا مهم دي.

عمر وويل چي افغان حکومت هيله من دي چي د جمهور رييس کرزي دغه سفر د « تروريزم ضد جګړي په ستراتيژي کي بدلون رامنح ته کړي». خو عمر د دغي ستراتيژي د تړون په هکله نور معلومات ور نه کړل چي هدف څه دي.

کار پوهان وايي چي په کندهار کي د ياغيانو پر ضد د يوي ستري حملي څخه مخکي واشنګتن ته د کرزي سفر مهم دي ترڅو هغه انديښني چي د افغانستان جمهور رييس په کندهار کي له قومي مشرانو سره په خپله وروستي ليدنه کتنه يادي کړي ده، روښانه کړي. کرزي ويلي ؤ که چيري د کندهار خلک د دي عملياتو مخالفت وکړي، هغه به د هغو مخه ونيسي.

فرانس پرس/ عبدالباري حکيم

کتونکي: احمد ولي اڅکزي