1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزی: له تروريزم سره جنگ ناکامه دئ

نجيب الله زيارمل (Reuters,AP)۱۳۹۲ فروردین ۱۳, سه‌شنبه

افغان ولسمشر حامد کرزي يو وار بيا په افغانستان کي د تروريزم پرضد مبارزه کي د بهرنيانو پر پوځي ماموريت باندي سختي نيوکي کړي دي. هغه ويلي دي چي له تروريزم سره جگړه ناکامه ده.

https://p.dw.com/p/187uH
انځور: REUTERS

ولسمشر حامد کرزي د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د اپريل ۲) له آلمانۍ ورځپاني «زود دويچه څايتونگ» سره په خبرو کي ويلي دي، چي لوېديځوالو «د تروريزم د پټېدو او تمرين کولو ځايونو ته جنگ ونه غځاوه».

هغه په کابل کي له ورځپاڼي سره په خبرو کي ويلي دي چي د تروريزم ستونزه په پاکستان کي ده او هلته له منځه وړل کيدای سي، خو دا کار تراوسه پوري نه دئ سوی.

کرزي له ورځپاني سره په خبرو کي لوېديځ و خپل حکومت ته په بې احترامۍ تورن کړي دي. «موږ غواړو چي د يوه متحده په توگه را سره رويه وسي نه د يوه شي په ډول».

افغان ولسمشر حامد کرزي له ورځپاڼي سره په مرکه کي يو وار بيا پر طالبانو ږغ کړی دئ، چي سولي ته را وگرځي او خپلي وسلې پر مځکه کښېږدي.

خو د ۲۰۱۴ کال تر پايه پوري چي له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو د وتلو وروستی وخت دئ له طالبانو سره د افغان حکومت د سولي کولو چانس ډير لږ محسوسيږي.

کرزي يو وار بيا دا خبره تکرار کړې ده، چي د طالبانو مشر ملا محمد عمر کولای سي چي د ۲۰۱۴ کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کي ځان کانديد کړي او «افغانانو ته هغه چانس ورکړي چي يا ده او يا هم د ده سيال ته رايه ورکړي.»

کرزي په ۲۰۱۴ کال کي خپله کانديداتوري رد کړې ده او ويلي ئې دي چي غواړي د يوه پخواني جمهور رئيس او يوه عادي افغان په توگه له خپل پاته ژوند څخه خوند واخلي.

هغه ويلي دي چي د ولسمشرۍ تر دورې وروسته به هم په خپل هيواد کي پاته سي، که له امنيتي اړخه هم ستونزي ولري: «زه په افغانستان کي پاتيږم او له خپل عادي ژوند خوند اخلم.»

کرزی غواړي چي په افغانستان کي له طالبانو سره يووالی رامنځ ته کړي هغه وويل :«دا هم د دوی وطن دئ دوی هم کولای سي د حکومت يو اړخ وگرځي.»

کرزي له آلمانۍ ورځپاني سره په مرکه کي په خپل هيواد کي د اداري فساد موضوع ته هم اشاره کړې ده او ويلي ئې دي، چي په اداره کي ئې مامورين په فساد اخته دي، خو زياته کړې ئې ده چي فساد له دباندي څخه راغلی دئ:

«دا فساد غربيانو راوړی دئ. دوی اول فساد راوړ بيا ئې په افغان حکومت اعتبار نه کاوه.»