1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزی له اوباما سره پر پنځو موضوعگانو ږغيږي

اسماعيل شاکر/ کابل۱۳۹۱ دی ۱۲, سه‌شنبه

افغان چارواکي وايي چي د امریکا متحده ايالاتو ته د ولسمشر کرزي په نژدې راتلونکي سفر کي به له امريکايي چارواکو سره پر پنځو مسايلو باندي خبري اتري ولري.

https://p.dw.com/p/17ByN
انځور: AP

د افغان ولسمشر حامد کرزي وياند ايمل فيضي نن سه شنبه (۲۰۱۳ کال د جنورۍ لومړۍ) په کابل کي په یوه خبري غونډه کي وويل، چي د راتلونکي اوونۍ په پيل کي به ولسمشر کرزی د يوه لوړي پلاوي په مشري د امريکامتحده ايالاتو ته سفر وکړي.

هغه زياته کړه، د ولسمشر په دې سفر کي پر پنځو مهمو مسايلو باندي، لکه د امنیت د لېږد پروسه، د امنيتي ځواکونو تجهيز، د سولي پروسه، د دواړو خواوو ترمنځ امنيتي تړون، له ۲۰۱۵ څخه تر ۲۰۲۵ پوري د بدلون لسيزه او سيمه ييزو مسايلو په اړه به د امريکا متحده له جمهور رئيس بارک اوباما سره اخبري اتري ولري.

فيضي وويل: «د پاکستان په اړه خبري اتري، د سولي پروسې، د بدلون لسيزي د اقتصادي مرستو پر څرنگوالي د دغه مرستو د مصرف پر څرنگوالي او دغه راز په افغانستان کي زيربنايي کارونه او د افغانستان د ملي ستراتيژۍ له مخي لومړيتوبو د دې خبرو اترو اصلي محور جوړوي.»

د ولسمشر وياند زیاته کړه، په دې کي شک نسته چي افغان امنيتي ځواک په تيره لسيزه کي لکه څرنگه چي بايد تجهيز سوی وای هغسي و نه سول. د هغه په خبره افغان حکومت په وارو وار دغه موضوع د غربي هيوادونو او امريکا له چارواکو سره شريکه کړې ده، چي افغانستان د خپل امنيتي ځواک د تجهيز غوښتونکی دی:

«په دې دليل له بارک اوباما سره د افغانستان د جمهور رئيس د خبرو اترو يوه اصلي موضوع د افغان امنیتي ځواک تجهيز او پياوړي کول دي. له امريکا څخه به يو وار بيا وغوښتل سي، چي افغان امنيتي ځواک هغه شان تجهيز کړی لکه افغانستان چي ئې غواړي.»

وياند زياته کړه، په هغه صورت کي چي افغان امنيتي ځواک د امريکا او غربي هيوادونو له خوا تجهيز نه سي، افغان حکومت بايد بديل ولري. د دې تر مخه افغان ولسمشر حامد کرزي په وارو وار ويلي دي، چي که امريکا افغان امنيتي ځواک تجهيز نه کړي بايد د هغه د بديل له پاره هلي څلي وسي.

خو د امريکا متحده ايالاتو تراوسه پوري نه دي ويلي، چی افغان امنيتي ځواک نه سمبالوي. د جمهوري رياست په وينا په دې اړه وروستۍ خبري اتري تر اوسه پوري نه دي ترسره سوي او دواړه اړخه بايد په راتلونکې کي په دې اړه يوې نتيجې ته ورسيږي.

خو د افغان ولسمشر حامد کرزي وياند وويل، چي د امنيتي ځواک د تجهيز مسئله د تشويش وړ نه ده او ولسمشر په دې وروستيو کي له افغان چارواکو سره د امنيتي ځواک د تجهيز پر څرنگوالي باندي خبري کړي دي.