کرزی غواړی، يو ځل بيا ځان کانديد کړی
۱۳۸۷ فروردین ۱۹, دوشنبهاعلان
کرزی ويلی دی، چې دی خوښ نه دی، چې يو ځل بيا کانديد شی، خو دی ځېنې هدفونه لری، چې تر اوسه لا نه دی پوره شوی:
« ما پنځه شپږ کاله مخکې څو هدفونه درلودل، چې ځېنې يی پوره او ځېنې نور بايد تر لاسه شی. هر انسان چې يو کار پيل کړی وی، غواړی چې تکميل يی کړی. »
کرزی زياتوی:
« خدای وکړی چې په افغانستان کې خلک له ما سره نيکمرغه شوي وی ، او ما پريږدی، چې هغه څه، چې ما پيل کړی دی، سر ته ورسوم.«
کرزی د طالبانو رژيم څخه وروسته د بن کنفرانس پر بنسټ د موقت هېواد مشر او بيا په کال ۲۰۰۴ کې د انتخاباتو له لارې د افغانستان د جمهور ريس په توگه وټاکل شو. په افغانستان کې راتلونکي انتخابات په کال ۲۰۰۹ کې کېږی. متخصيصين په دی نظر دی، چې د آزادو او منظمو انتخاباتو لپاره بايد د افغانستان په جنوب کې امنيتي وضع زياته ښه شی.