1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزی: د مرکزي حکومت د کمزورۍ هڅي دي څوک نه کوي

۱۳۸۸ تیر ۷, یکشنبه

ولسمشر حامد کرزي په يوه خبري غونډه کي پر وسلوالو مخالفینو یو ځل بیا ږغ وکړ، چي وسله پر ځمکه کښېږدي او په انتخابانو کي ګډون وکړي او په اباتو کي يې د امریکا په شمول د نړیوالي ټولني د ناپيلوتوب غوښتنه وکړه.

https://p.dw.com/p/IchG
د انتخاباتي مبارزې پروګرامونه په بشپړه توګه د افغانستان کورني او ملي مسایل دي، په هغو کي باید بهرنیان ګډون ونه لري
د انتخاباتي مبارزې پروګرامونه په بشپړه توګه د افغانستان کورني او ملي مسایل دي، په هغو کي باید بهرنیان ګډون ونه لريانځور: AP

کرزي په هغه غونډه کي، چي د افغانستان د حکومت د غیري مرکزي کولو له پاره غوښتنه شوې، په کابل کي د متحده ایالاتو دسفیر پر ګډون باندي نیوکه وکړه او زیاته يې کړه چي هغه به د هر هغه هڅي بر خلاف ودریږي چي د حکومت د غیري مرکزي کولو له پاره په لاره اچول شوي وي.

د متحده ایالاتو سفیر، کارل ایکنبري، د جمهوري ریاست په انتخاباتو کي د کرزي د ستر سیال په يوه غونډه کي ګدون کړی ؤ. کرزي وویل، چي په دغه غونډه کي ځیني موضوعات عنوان شول چي د هغه د خپلي خبري له مخه« اندېښني پیدا» کوي.

کرزی یادونه وکړه، دا په دې وجه د انديښنې وړ ده چي په دې وروستیو وختو کي په لویدیځو مطبوعاتو کي د هغو پلانونو په هکله خبري شوي دي،چي ګواکي واشنګټن او لندن ته هغه پلانونه وړاندي شوي چي د افغانستان د حکومتي نظام په جوړښت کي بدلون راوستل شي او مرکزي حکومت دي کمزوری کړای شي.

«خصوصاً دغه ډول خبري په داسي وخت کي عنوانیږي، چي په غربي مطوعاتو کي آوازې خپرې شوي چي ځیني غربي هیوادونه غواړي تر څو افغانستان غیري مرکزي وګرځوي، مرکزي نظام کمزوری کړی او په ولایاتو کي د خپلي خوښي افرادو سره مرسته وکړي.»

د کرزي له کنفرانس څخه مخکي د هغه دفتر د جمهوري ریاست کاندید ډاکټر عبدالله عبدالله د انتخاباتي مبارزې په یوه غونډه کي د متحده ایالاتو د سفیر ایکن بري پر حضور باندی نیوکه کړې وه. عبدالله ویلي دي،که چیری دی جمهور رییس شي، هغه به د افغانستان ولایاتو ته په یوه فډرالي سيسټم کي ډیر زیات واک او اختیار ولیږدوي.

کرزي په خپلو خبرو کي د متحده ایالاتو له سفیر څخه نوم وا نه خیست. هغه وویل چي دی د هغه د سیالانو او بهرنیو سفیرانو د لیدنو کتنو مخالف نه دی هغه څه چي دی يې مخالفت کوي هغه دا دي، چي هغوی یعني د جمهوري ریاست کاندیدان، له بهرنیو ډیپلوماټانو سره ګډ مطبوعاتي کنفرانس جوړوي او داسي موضوعات عنوانوي چي د افغانستان په ملي مصالحو پوري اړه لري، دا مناسب کار نه دی. کرزي وویل:

« موږ له بهرنیو سفیرانو سره په ګډو مطبوعاتي کنفرانسونو کي د کاندیدانو د ګډون اوبیاپه هغوکي د خپلو انتخاباتي مبارزو د پلانونو د اعلان په هکله ملاحظات لرو، ځکه د انتخاباتي مبارزې پروګرامونه په بشپړه توګه د افغانستان کورني او ملي مسایل دي، په هغو کي باید بهرنیان ګډون ونه لري، خصوصاًدا چي په هغو کي د نظام له بدلون څخه خبري کیږي او د یو غیري مرکزي نظام څخه خبري کیږي.»

کرزي په پرونۍ خبري غونډه کي د خبریالانو په وړاندي، پر خپلو وسله والو مخالفینو ږغ وکړ، چي له زور زیاتیو څخه لاس واخلي او په انتخاباتو کي ګډون وکړي.

« نن زما دا هم آرزو ده چي زموږ طالب وروڼه او نور هغه ټول افغانان چي په یو یا بل شکل سره په افغانستان کي نه شته او په مخالفت کي ولاړ دي،په مسلحانه مخالفت کي....له هغو څخه زما غوښتنه... زما هیله داده چي نه یوازي دا چي د انتخاباتو په ورځو کي، بلکي د همیشه له پاره له جنګ څخه لاس واخلي او د افغانستان د خلکو د بربادۍ څخه لاس واخلي او خپل ولس سره لاس یو کړي او په دې خاوره کي د انتخاباتو زمینه برابره کړي، دا مي هم غوښتنه ده چي دوی خپلي خاوري ته راشي، کارتونه واخلي ثبت نام وکړي او په انتخباتو کي ګډون وکړي.»

AG/AFP/ عبدالباري حکيم

کتونکی. زيارمل