1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزی د دریم ځل لپاره ځان نه نوموي

۱۳۹۰ آذر ۱۹, شنبه

د افغان ولسمشر یوه ویاند د شنبې په ورځ ټینګار وکړ چې ولسمشر کرزی د افغانستان په اساسي قانون کې د بدلون راوستلو په هڅه کې نه دی. هغه وویل چې کرزی به د دریم ځل لپاره ځان ولسمشرۍ ته کاندید نه کړي.

https://p.dw.com/p/13QJ2
د لومړۍ ځل نه دی چې کرزی د دریم ځل لپاره خپل کاندیداتوري ردوي
د لومړۍ ځل نه دی چې کرزی د دریم ځل لپاره خپل کاندیداتوري ردويانځور: dapd

په وروستیو کې ځینو رسنیو د آلمان د استخباراتي معلومات په حواله رپورت ورکړ چې کرزی غواړي د افغانستان په اساسي قانون کې د تغیر په راوستلو سره د دریم ځل لپاره د افغانستان ولسمشر شي. خو ایمل فیضي دغه خبره په کلکه ردوي او ټینګار کوي چې کرزی په دې هڅه کې نه دی چې د افغانستان په اساسي قانون کې بدلون راولي او د دریم ځل لپاره د افغانستان د ولسمشرۍ دنده پر غاړه واخلي.

کرزی د ۲۰۰۱ کال څخه را په دیخوا په افغانستان کې یوازینی ولسمشر پاتې شوی دی. فیضي د آلمان خبري اژانس سره په مرکه کې ويلي دي چې کرزی په قدرت کې د پاتې کیدو نیت نه لري:

«کرزی داسې نیت نه لري چې د دوهمې دورې وروسته په قدرت کې پاتې شي. هغه به واک د افغانستان نوي مشر ته وسپاري.»

فیضي په ورستۍ لویه جرګه کې د ولسمشر کرزي اظهاراتو ته اشاره وکړه او وویل:

«مونږ د رسنیو هغه رپورټونه چې ښکاره کوي ولسمشر کرزی غواړي د دریم ځل لپاره هم ځان کاندید کړي په کلکه رده وو.»

کرزي په ۲۰۰۱ کال کې د افغانستان د مؤقتې ادارې د مشر په توګه دنده پیل کړه. په ۲۰۰۴ کال کې هغه د افغانستان لومړۍ آزادې ټاکنې وګټلې. خو د دوهم ځل لپاره په ۲۰۰۹ کال کې د ولسمشر په توګه د کرزي ټاکل کیدل یو څه جنجالي وو.

کرزي په خپله هم هغه آوازې چې غواړي د دریم ځل لپاره هم د افغانستان ولسمشر شي رد کړي دي. د هغه روانه دوره په درې کلونو کې پای ته ورسیږي.

د افغانستان په وروستۍ لویه جرګه ګې ولسمشر وویل چې په درې کلونو کې به یې د ولسمشرۍ دوره پای ته ورسیږي. هغه د افغانستان په هکله د بن د کنفرانس وروسته په آلمان کې د افغانستان په اساسي قانون کې بدلون راوستل رد کړل او وویل چې هغه به د دریم ځل لپاره ولسمشرۍ ته ځان و نه نوموي ځکه دا د افغانستان د اساسي قانون خلاف کار دی.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: عبدالباري حکیم