1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزی: د افغانانو وژنې له یاده نه باسو

۱۳۹۱ تیر ۲۷, سه‌شنبه

ولسمشر کرزي وویل چې د سولې خبرې په دې معنی نه دي چې د افغان امنیتي ځواکونو او ملکیانو وژنې دې له یاده وایستل شي. هغه ټینګار وکړ چې افغان امنیتي ځواکونه باید د خپلو دندو په تر سره کولو کې په غیر سیاسي ډول عمل وکړي.

https://p.dw.com/p/15YwI
انځور: AP

ولسمشر کرزي د سه شنبې په ورځ په کابل کې د پولیسو د اکاډمي د یو شمیر افسرانو د فرافت محفل ته وینا وکړه. هغه وویل چې ترهګر بریدونه به ناکامه شي ځکه چې افغان ځوانان د قربانيو له پاره چمتو دي.

ولسمشر کرزي وویل چې افغان ځواکونه د پرمختګ په حال کې دي او د هغه په خبره پر هغوی باندې د بریدونو د ډیریدو لامل دا دﺉ چې «د افغانستان بدخواهان د دغو پرمختګونو» پر ضد دي.

ولسمشر کرزي وویل: «پر هغو بریدونو سربیره چې د ترهګرو او د هغوی د ملاتړو له خوا پر موږ باندې کیږي، موږ بیا هم ویره نه لرو او پر مخ ځو.»

دا په داسې حال کې ده چې په وروسیتو وختونو کې پر افغان او بهرنیو ځواکونو باندې په بریدونو د کې ډیروالي خبرونه ورکړل شوي دي.

ولسمشر کرزي د سمنګانو په ولایت کې وروستي برید ته اشاره وکړه او ویویل چې هغه کسان چې دغه شان بریدونه تر سره کوي «له ځان او نورو خلکو څخه بیګانه شوي دي». ولسمشر کرزي وویل چې هغه له دغه کسانو څخه ګیله نه لري خو د کرزي په خبره هغه ترهګر چې دغه شان بریدونه پلانوي باید په دې خبره پوه شي چې د سولې خبرې اترې د افغانانو د قربانیو د له یاده ایستلو په معنې نه دي.

ولسمشر کرزي وویل: «هغوی باید په دې خبره پوه شي... چې هر قتل چې ئې په دې خاوره کې تر سره کړی دئ زموږ په یاد کې دئ او له یاده مو نه دئ وتلی.» د ولسمشر کرزي په خبره هغه کسان چې د دغو وژنو تر شا دي باید یوه ورځ د دې کار ځواب ووایي.

«په خپلو دندو کې غیر سیاسي عمل وکړئ»

ولسمشر کرزي د پولیسو د اکاډمي نوو فارغ شوو افسرانو ته وویل چې باید د خپلې دندې په تر سره کولو کې غیر سیاسي عمل وکړي. د کرزي په خبره تر ۲۰۱۴ کال وروسته کله چې بهرني جنگي ځواکونه له افغانستان څخه ووځي د دې هیواد د خلکو د امید سترگې همدغو ځوانانو ته اوړي.

ولسمشر کرزي د افغانستان پر رسنیو باندې غږ وکړ چې د سیاسي انتقادونو تر څنگ د افغانستان د امنیتي ځواکو څیره هم نړۍ ته ښکاره کړي.

کرزي همداراز وویل چې افغانستان به په راتلونکو لسو کلونو کې له سیاسي، اقتصادي، پوځي او د بنسټونو له پلوه ډیر پر مختگ وکړي.

عارف فرهمند/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض