کرزی: د اديانو متقابل احترام بايد وسي
۱۳۹۳ بهمن ۱۲, یکشنبه
کرزي نن يکشنبې (۲۰۱۵م کال د فيبرورۍ لومړۍ) د اعتدال مرکز له خوا په جوړ شوي کنفرانس کي د «اسلامي دولت» ډله وغندله او زیاته یې کړه چې دغه ډله د اسلام د بدنامولو له پاره ګومارل شوې ده چې ښه بېلګه یې د چاپاني خبریال وژل دي.
د اعتدال مرکز د افراط او تفریط د له منځه وړلو او اسلام په رښتینې توګه ټولني ته د پېژندنې په نوم دوهم کنفرانس جوړ کړی وو.
د دغه مرکز مشر استاد نعمت الله شهراني په دغه کنفرانس چې د اسلامي هیوادونو سفیرانو، پخواني ولسمشر او د حکومت اجرائیه رئیس ګډون درولود وینا وکړه او ویې ویل چې اسلام د سولي او عدل دين دی او سخت دریځۍ ته پکې ځای نشته.
د اعتدال مرکز له یوه کال راهیسې په افغانستان کې کار کوي او د اسلام دین اصلي بڼه ټولني او نړیوالو ته ور پېژني چې نن یې مخکني ولسمشر حامد کرزي ته په بورډ کې د افتخاري غړیتوب وړاندیز وکړ. او کرزي هم ومانه.
پخواني ولسمشر حامد کرزي وویل چې اسلام له یوې خوا زموږ د خپلې سخت دریځۍ او له بلې خوا د نورو د اهدافو له کبله سخت رنځ وړی:
«په خواشینۍ سره چې زموږ دین په تېرو دوو یا دریو لسیزو کې یا زموږ د خپلې سخت دریځۍ او یا هم د نورو د اهدافو له کبله سخت رنځ وړی او اوس ګورو چې نورو اسلامي هیوادونو ته هم دا رنځ وغځېده.»
کرزي د داعش رامنځته کېدل د اسلام د بدنامولو په مانا وباله او له يو شمېر غربي هيوادونو څخه غوښتنه وکړه چې د اسلام په اړوند خپلو تګلارو ته بدلون ورکړي:
«اوس د دې وخت چې له غربي نړۍ څخه غوښتنه وکړو چې د اسلام په اړوند پر خپلي تګلاري باندي غور وکړي او له هغو وسایلو څخه چې شاید هغوی فکر کوي؛ د دوی په ګټه دی، خو د خلکو او په خاصه توګه د مسلمانانو د بدبختۍ سبب کیږي ګټه وانه خلي.»
د افغانستان مخکني ولسمشر وویل چي غربي هیوادونو او په خاصه توګه د مسحیت او عسویت دینونو ته درناوی لري او زیاته یې کړه چې د ادیانو تر منځته توپیر نشته، بلکي سیاستونه سره په تضاد کې دي.
ورته مهال په کنفرانس کې د حکومت اجرائیوي ریس ډاکټر عبدالله عبدالله هم سخت دریځي او بنسټپالنه وغندله او د سولې په برخه کې یې پر پراخو هلو ځلو ټینګار وکړ.
هغه له عامو خلکو او دیني عالمانو څخه غوښتنه وکړه چې د سولي په رامنځته کولو کې مرسته ورسره وکړي.
د یادوني وړ ده چې تيره ورځ په کابل کي د فرانسوۍ مجلې چارلي ابدو له خوا د اسلامي د ستر پيغمبر د کاريکاتورونو د خپرولو په اړه په سوونو خلکو احتجاج وکړ چي وروسته بيا په تاوتريخوالي واوښت.
په دغه احتجاج کي دوه کسان ووژل شول او درې تنه نور ټپيان شوي دي.