1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزی: دریم وار ځان نه کانديدوم

۱۳۹۰ آذر ۱۴, دوشنبه

يوې المانۍ ورځپاڼي د استخباراتي معلوماتو په حواله ليکلي ول، چي کرزی غواړي د افغانستان په اساسي قانونو کي په بدلون راوستلو سره د دريم ځل له پاره ځان ولسمشرۍ ته ونوموي. خو کرزي له دویچه ویله سره په مرکه کې دغه خبر رد کړ.

https://p.dw.com/p/13Md4
افغان ولسمشر کرزی وایي چې د دریم ځل لپاره د افغانستان ولسمشرۍ ته ځان نه نوموي
افغان ولسمشر کرزی وایي چې د دریم ځل لپاره د افغانستان ولسمشرۍ ته ځان نه نومويانځور: dapd

افغان ولسمشر، حامد کرزي، له دويچه ويله سره په مرکه وويل، چي د افغانستان په اساسي قانون کي به بدلو را نه ولي او ځان به د دریم ځل له پاره د افغانستان ولسمشرۍ ته و نه نوموي.

دا په داسي حال کي ده چي د بيلد ورځپاڼي د خپلي دوشنبې د ورځې په پاڼه کې لیکلي ول، چي کرزی غواړي د افغانستان په اساسي قانو کې د تغیر په راوستلو سره د دریم ځل له پاره ځان ونوموي.

په ورځ پاڼه کي زیاته شوې وه، چي هغه لا تر اوسه د افغانستان په اساسي قانون کي د تغيراتو راوستلو له پاره پوره سياسي ملاتړنه لري، خو کرزی د دغه کارد تر سره کولو په هڅه کي دئ.

کرزي د طالبانو د رژيم تر سقوط وروسته د افغانستان د موقتي ادارې مشري پرغاړه واخيسته، وروسته د افغانستان د انتقالي دورې د مشر په توګه وټاکل شو او تر دې دورو وروسته دوه واري د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکني هم وګټلې. د هغه د ولسمشرۍ وروستۍ دوره په ۲۰۱۴ کال کي پای ته رسيږي.

که څه هم کرزي په خپله څو واري ويلي دي، چي تر ۲۰۱۴ کال وروسته به د افغانستان ولسمشرۍ ته ځان و نه نوموي، ځکه چي د اساسي قانونه له مخي د دغه کار اجازه نه لري، خو ځيني داسي انديښني شته، چي هغه به په اساسي قانون کي د بدلون په راوستلو سره يو ځل بيا د افغانستان ولسمشرۍ ته ځان و نوموي.

کرزي تر۲۰۰۱ کال وروسته د افغانستان په سياست کي ډير مطرح شو. هغه د افغانستان په هکله د بن په لومړي کنفرانس کي ګډون نه درلود. هغه وخت دی په کندهارکي د طالبانو سره په خبرو بوخت وو.

په ۲۰۰۱ کال کي کرزی د افغانستان د مشرۍ له پاره تر ټولو ښه انتخاب وو. هغه د افغانستان په دواړو رسمي ژبو پښتو او دري خبري کولې. سر بيره پر دې هغه پر اردو او انګليسي هم ډير ښه حاکم دئ. کرزي د سياست په برخه کي خپلي زده کړي په هندوستان کي کړي.

کرزي د خپل د حکومت په لومړيو کلونو کي د غربي چارواکو سره ډيري ښې اړيکي درلودې خو په وروستيو کي د هغه او غربيانو تر منځ اړيکي يو څه ترنګلي شوي دي.

پر کرزي په تيرو لسو کلونو کي څو واري بريدونه شوي دي نو له همدې کبله هغه ډير وخت په ولسمشرۍ ماڼۍ کي تيروي. هغه په تيرو لسو کلونو کي يوازي يو وار رخصتي کړې ده.

يو شمېرغربي چارواکي په دې اند دي، چي د افغانستان د سياست له صحنې څخه د کرزي وتل به په افغانستان کي يوه تشه احساس شي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکي: نجيب الله زيارمل