1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزی ددې صلاحيت نلري چي په داسي لوړه کچه خبري وکړي

۱۳۸۷ مهر ۱۷, چهارشنبه

وروسته له هغه چي د کوچني اختر په لومړۍ ورځ د افغانستان ولسمشر ښاغلي حامد کرزی په يوه خبري غونډه کي يوار بيا د طالبانو سره د خبرو وړانديز وکړی

https://p.dw.com/p/FWKv
د افغانستان د سياسي چارو کارپوه حبيب الله غمخورانځور: Habibullah Ghamkhor

. او په دې لاره کې د سعودي عربستان څخه د منځګړي توب غوښتنه هم کړې وه. اوس داسي عوازې دي چي ددوی تر منځ په سعودي کي په کوچنۍ کچه خبري سوي. خو هم طالبان او هم افغان حکومت دا خبره ردوي چي ګواکي دوی خبري سره کړي دي.

ددويچه ويلي آلمان ږغ راډيو ددې موضوع د لا روښانتيا له پاره د افغانستان د سياسي چارو د کارپوه ښاغلي حبيب الله غمخور سره مرکه کړې چي پښتو لنډير يې تاسوته وړاندي کيږي.

دويچه ويلي: ستاسو په نظر دغه خبري به په سعودي کي تر سره سوي وي؟

غمخور: زه لومړی دا وايم چي د ښاغلي کرزی لخوا دغسي بلني نوې خبره نه ده او نه هم د بهرنيو هيوادونو لخوا دا نوې خبره ده. د لومړي ځل له پاره د طالبانو سره د خبرو د پيل په منظور په 2004 کال کي انګليستان د مولانا فضل الرحمان څخه غوښتنه وکړه چي بايد د طالبانو او د افغانستان د حکومت تر منځ د منځګړيتوب دنده په غاړه واخلي هغه دا ومنل او انګليستان ته يې درې ورځنی سفر درلودی چي هلته د انګليستان د څارګري ادارې د چارواکوسره خبري وسوې او دغه ډول د طالبانو سره هم خو طالبان هغه وخت ډير خوابدي وه. خو داچي ددې خبرو منځ پانګه څه او ياولي دغه خبري ناکامه سوې د غه مسايل لکه د تړلو دروازو شاته چي پيل سوی وه دغسي د تړلو دروازو شاته پاته سول. اوس دادی يوار بيا يودم د ټولو خوا د انګليستان څخه نيولي تر ملګرو ملتو امريکا او يو شمير اروپايي هيوادونو لخوا دا ويل کيږي چي بايد خبري وسي. خو بيا دا پوښته را پورته کيږي چي څنګه په کومو شرايطو او د چا سره.

دويچه ويلي: داسي ويل کيږي چي د ملامحمد عمر په مشرۍ د طالبانو ډله ودې ته چمتو نه ده چي د دولت سره خبري وکړي نو د افغانستان حکومت د چا سره خبري کوي ستاسو په نظر بېله دې ډلي څخه چي د کومي بلي ډلي سره خبري وسي په افغانستان کي سوله راتلای سي.

غمخور: دغه ډول بې بنياده بلني ورکول يا د مسايلو ترحه کول، زه خپله داسي فکر کوم چي دا په افغانستان کي د راتلونکي کال او په امريکاکي د اوسني کال د انتخاباتولپاره د خلګو مصروفول وي. تر څو هر يو پخپل نوبت و خلګو ته دا وښي چي دادی موږ د سولي له پاره هلي ځلي کوو. په دغسي شکلونو باندي دا د افغانستان د مخالفينو تر مابينځ خبري يوازي يو تبليغاتي کمپاين زه بولم او دا ګتور نه بولم. تاسو ګوری دغه خبري په ټولو مطبوعاتو کښي کښته پورته کيږي مګر د افغانستان د جمهوررييس وياند او د بهرنيو چارو يا امنيتي وزارتونه په دې هکله چپ پاته دي. اوس سړی نه پوهيږي چي دا دراډيوګانو او د انترنيټ ويبپاڼو تبليغاتي کمپاين دی چي را شروع کړی يې دی او که دولت په رښتيا سره دا خبره کوي. نو سړی دې نتجې ته رسيږي چي په دې کي دولت دقيق يا کوټلی ګام نه اخلي يايې پلوی نه دی. بله خبره داده چي د کوچنيو ډلو او قومندانانو سر ه خبري کول او هغوی دولت ته رابلل دا کوم ځای نه نيسي. په افغانستان کي خو اوس هريو قومندان دي چي دوه ميله کلاشينکوف ولري ځان ته قومندان وايي، ددې ډول خلګو سره خبري کول په افغانستان کي د سولي د پروسې لپاره اساسي او جدي کار نه دی.

دويچه ويلي: په افغانستان کي د سولې را وستلو لپاره يوازي د طالبانو سره خبري کول هغه هم د منځ لارو سره اغېزمني دي په داسي حال کي چي هلته د ګلبدين حکمتيار او جلال الدين حقاني ډلي هم سته او هغوی هم د افغان دولت په مخ کي لوی خنډ دي.

غمخور: زه فکر کوم که موږ طالبان پر تندلارو ا و منځ لارو وويشو دا به د مسلې د حل سره زياته مرسته ونه کړي او زما خبره ددې مانا نلري چي په طالبانو کي تندلاري او منځ لاري نسته. خو راسی طالبان پر دې وويشو چي هغه طالبان د افغانستان مينه او په افغانستان کي د سولي او ثبات نظر ورسره دی او هغه طالبان چي يا د القاعدې يا دپاکستان د استخباراتي شبکو يا د ايران د استخباراتي شبکو تر حلقې او ولکو لاندي او هغوی يې په ټول قيمت ددې لپاره هڅوي او وسله وال کوي يې چي په افغانستان کي وضعه ارامه او دوی خپل کساتونه واد خپلو عريفانو څخه واخلي. بله خبره داده چي د دولت څخه يوازي طالبان خوابدي نه دي هلته ګلبدين حکمتيار، مولوي حقاني او نور ګروپونه سته چي په افغانستان کې وسله نه ده اخستې هغوی په يوه او بل نامه رټل کيږي د هغوی سره هم بايد خبري وسي. او بل موږ يې په دولت کي وينو چي پخپله د جمهوررييس لومړی مرستيال د کرزي په مقابل کي شعارونه ورکوي وزيران يې د مجاهدينو نارې وهي. که سړی ورته ووايه چي دا غه ته مجاهد صاحب! دلې وې خو چي دا خرپ سو ته بيا د احمدشاه مسعود سره تر خواجه غاره پوري ورسيدې.

دويچه ويلي: د افغانستان د حکومت دا په وسه پوره چي دداسي يو چا سره خبري وکړي لکه ملا محمد عمر چي د هغه د نيولوپرسرباندي امريکايانو ډيره لوړه جايزه ايښې ده.

غمخور: ما مخکي دې خبري ته اشاره وکړه چي د طالبانو سره د خبرو مسله يوازي په راډيو ګانو او انټرنيټ پاڼو کي را مطرح ده. سوال هم پر دې ځای دی. که چيري د افغانستان دولت ته دا شين څراغ لګيدلی وي نو د امريکا حکومت د امنيت شورا بايد اعلان وکړي چي دوی له دغه شرط يا له دغي فيصلې څخه تير دي. څه رکم تير دي؟ دغه مسله ګنګه ده. دا چي دی ورته وايي کرزی صاحب ورته وايي ته راسه کابل ته زه دي امنيت نيسم يا وزير صاحب د خارجه وايي چي موږ د هغه چا سره خبري کو چي د افغانستان حکومت ومني قانون اساسي ومني نو و سړی! دا خو د ماشومانو خبري دي چي ده دا قانون اساسي منلای دا حکومت يې منلای نو ولي ستاسره جنګيدی. او به خبره دا هرچاته معلومه ده چي کرزی نه دا توان او نه هم ددې صلاحيت لري چي پر خپل سره دداسي چا سره خبري وکړي. ددې لپاره يوه نړيوال ميکانيزم ته اړتياسته. او ددې لپاره دا اړينه ده چي امريکا انکليستان او د ناټو غړي هيوادونه خپل دريز روښانه کړي.