1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزی: داودزی زما په اجازه د ايران څخه پيسې اخلي

۱۳۸۹ آبان ۳, دوشنبه

کرزی د تاجکستان د ولسمشر امام علي رحمان سره په يوه خبري غونډه کي پر نورو موضوعگانو سر بيره د ايران د نغدي مرستو په اړه هم خبري وکړې او د نيويارک ټايمز ورځپاڼي د راپور ځني ټکي يې تايد کړه.

https://p.dw.com/p/PnKK
«د ايران حکومت په کال کي يو ځل يا دوه ځله کله پينځه لکه او کله هم اوه لکه يورو زما ددفتر سره مرسته کوي»
«د ايران حکومت په کال کي يو ځل يا دوه ځله کله پينځه لکه او کله هم اوه لکه يورو زما ددفتر سره مرسته کوي»انځور: AP

پلازمېني کابل ته د تاجک ولسمشر په راتګ کابل او دوشنبې پينځه مهم تړونونه لاسليک کړل.

دغه هوکړي د ګرځندوي، پوهني، ستندرد، فرهنګ او بريښنا په برخه کي وسوي.

امام علي رحمانوف او ولسمشر کرزي وروسته يوي خبري غونډي ته را څرګند سول.

تاجک ولسمشر د خپلو خبرو پر مهال د افغانستان ثبات د خپل هيواد او منځنۍ آسيا د ټولو هيوادونو د ټيکاو لپاره مهم وبلل او زياته يې کړه چي له ترهګرو سره د جدي مبارزې لپاره يي هيواد د افغان پوله ساتونکو ځواکونو په روزلو کي مهم رول لوبولی دی.

تاجکستان او افغانستان په دي ورستيو کي له يو ډول ستونزو سره مخامخ ښکاري.

د افغانستان دغه شمالي ګاونډي هيواد په تيره يوه مياشت کي په څو پيښو کي خپل ګڼ سرتيري له لاسه ورکړي دي.

همدا راز په افغانستان کي ميشت ناټو ځواکونه بيا د تاجکستان له خاوري افغانستان ته د اورپکو د اوښتو خبره کوي هغه څه چي نن رحمان په کلکه رد کړل.

رحمان وويل « نړيوالي ټولني تر اوسه هغه څه ندي کړي چي د ترهګرو مخه ونيسي، په دې وروستيو کي داسي رپوټونه هم خپاره سوي چي ګواکي څلور سوه يا پينځه سوه ترهګر زموږ له خاوري افغانستان ته اوښتي، دا بيخي سمه نه ده، موږ په تاجکستان کي ځيني طالبان نيولي چي په هغو کي د پخواني شوروي د جمهوريتونو وګړي شامل دي، موږ هغوي فعاليت ته نه پريږدو.»

رحمانوف زبرځواکي ملکونه هم له ترهګرو سره په يوازي سر جګړه کي ناتوانه وبلل او زياته يي کړه چي ګدي هڅي پکار دي.

په دغي خبري ناسته کي افغان ولسمشر حامد کرزي د خپل حکومت سره د دوشنبې له مرستو مننه وکړه .

کرزي د خپل دفتر د ريس په اړه د نيويارک ټايمز ورځپاڼي د رپوټ د يوې برخي پخلي وکړ.

هغه وويل چي وخت ناوخته يي د بيلا بيلو هيوادونو د نغدو پيسو کڅوړي تر لاسه کړي دي.

« د ايران په اړه بايد ووايم چي د موقتي ادارې د جوړيدو راهيسي د ايران په ګډون يو شمير

هيوادونه زموږ سره وخت نا وخته نغدي مالي مرسته کوي، د ايران حکومت په کال کي يو ځل يا دوه ځله کله پينځه لکه او کله هم اوه لکه يورو زما ددفتر سره مرسته کوي، دا رسمي مرستي دي او داودزي هم زما په اجازه دغه پيسي له ايران څخه اخلي، موږ له افغانستان سره د هر هيواد د مرستي هرکلی کوو.»

جمهور کرزي له خپل تاجک سيال سره په دغه خبري ناسته کي تر ډيره بريده د شخصي امنيتي کمپنيو په اړه له پوښتنو سره مخامخ کيده .

کرزي يو ځل بيا ټينګار وکړ چي خصوصي امنيتي کمپنۍ نه سي منلای او د ټولو سره د حکومت بې توپيره دی.

« د شخصي امنيتي کمپنيو پيسې د امريکا څخه نيولي بيا تر دې څايه د بهرنيانو پر جېبونو ويشل کيږي، يوازي د هغوی بدبختي افغانستان ته را رسيږي.»

هغه وويل موږ دا د افغانستان ملي ګټه بولو چي دغه شرکتونه وپيژنو چي کوم يي څوک دي او کوم يي څوک.

« د مګړۍ افغانان د امنيتي شرکتونو له لوري کړول کيږي، قانون تر پوښو لاندي کيږي، افغانان د ناټو په بمباريو کي وژل کيږي، د کورنو په تلاشيو کي وژل کيږي او له دې معلوميږي چي افغانان له څو اړخونو تر بريدونو لاندي دي.»

د خبري غونډي په پاي کي دواړو ولسمشرانو له ترهګرۍ سره په صادقانه ګډه مبارزه ټينګار وکړی او له نړيوالو يې غوښتنه داوه چي ترهګري يوازي د افغانستان ستونزه نده او ځالي يې بايد وموندل سي.

تاجک ولسمشر په خاصه توګه له زبرځواکو هيوادونو چي هغه يې نوم و انخيست غوښتنه وکړه چي د ترهګرو ځالي چي د افغانستان د پولو هاخوا پرتې دي دړي وړي کړي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل