1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزی: داهيواد خاوند لري او په خپلو چارو کي تر نورو ښه پوهيږي

۱۳۸۷ اسفند ۲۸, چهارشنبه

د ناټو عمومي منشي او په افغانستان کي د دوه ويشتو هيوادونو سفيرانو نن په کابل کي د ولسمشر حامد کرزي سره په يوه خبره غونډه کي برخه واخسته

https://p.dw.com/p/HEpT
د افغانستان جمهوررييس ښاغلی حامد کرزی
د افغانستان جمهوررييس ښاغلی حامد کرزیانځور: AP

په دې خبري ناسته کي د افغانستان اوسنی سياسي او پوځي حالت و څېړل سو او د کابل سره يوار بيا د نړيوالي ټولني پر اوږد مهاله مرستو باندي ټينګار وسو.

حامد كرزي وويل چي د ناټو دعمومي منشي سره يې په ځانګړی ملاقات كي په افغانستان كي دسياسي بدلونونو په تېره بيا د ټول ټاكنو او دنظام د مشروعيت په اړه تفصيلي خبري وكړې چي په مقابل کي يې د ملاتړ ډاډ وركړل سو.

ولسمشرحامد كرزي يوځل بيا په افغانستان كي دسوله ساتو نړيوالو ځواكونو لخوا د عملياتو پر مهال د ملكي تلفاتوغبرګون څرګند كړ او ويې ويل، په داسي حال كي چي په دې اړه دمخه د افغان امنيتي ارګانونو او د ايساف د ځواكونو تر منځ د ملكي تلفاتو د مخنيوي موافقه سوې وه،خو اوس هم داسي ښكاري چي دغه لانجه لانه ده حل سوې. په داسي حال كي چي دا د ټول ملت غوښتنه او ټينګار دى.

د ناټو عمومي منشي ياب دې هوپ سخيفر
د ناټو عمومي منشي ياب دې هوپ سخيفرانځور: AP

حامد كرزي دغه راز د دوهم ځل له پاره انتخاباتو ته د خپلې كانديداتورۍ په اړه وويل چي دا كار ځكه كوي چي يو لړ چاري يې لاسرته نه دي رسېدلي،او په هيواد كي سوله او ثبات نه دي ټينګ سوي،هڅه به وكړي چي دا وار په ټاكنو كي مخالفين هم دې ته رضا كړي چي په ټاكنو کي برخه واخلي.

ده وويل دبن د توافقاتو سره سم يې ټولي غوښتني ګام پر ګام عملي كړي او هيچاته د دې حق ندى حاصل چي د نظام جوړلو په برخه كي نيوكي وكړي داهيواد خاوند لري او په خپلو چاروكي له نورونه ښه پوهيږي.

دغه راز په دې خبري غونډه كي د ناټو سرمنشي سخيفر په داسي حال كي چي د افغانستان سره يې د ناټو له اړخه د اوږد مهالو همكاريو ډاډ وركړ د ملي اردو او ملي پوليسو په سمبالولو کي په ټينګار سره وويل چي په افغانستان کي د عملياتو پرمهال د ملكي تلفاتو د مخنيوي له پاره يې ټول امكانات په كار اچولي دي.

ده په دغه هيوادكي دعمومي ټاكنو پروسه يوه ننګونه وبلله خو ويې ويل چي په دې برخه كې يې پوره چمتو والى نيولى دى.

کوټوال

کتونکی. زيارمل