1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزی: بهرني ځواکونه دې له کلیو راووځي

۱۳۹۱ آذر ۲۵, شنبه

افغان ولسمشر ویلي دي چې په ۲۰۱۴م کال کې د افغانستان او نړۍ په اړیکو کې بدلون راځي. د هغه په وینا بدلون په دې معنی دی چې په همدغه کال کې به بهرني ځواکونه وځي او یو کال تر مخه به امنیتي مسؤلیتونه افغانانو ته سپارل کیږي.

https://p.dw.com/p/1737O
انځور: AFP/Getty Images

ښاغلي کرزي د شنبې په ورځ «د ۲۰۱۲م کال د دسمبر ۱۵مه»  په کابل کې د سفيرانو او جنرال قونسلرانو کلنۍ غونډې ته په وینا کې یو ځل بیا ټینګار وکړ چې تر ۲۰۱۴م کال وروسته به د افغانستان وضعیت نه یوازې دا چې ګډوډ نه شي، بلکې لا ښه والی به ومومي.

نوموړي زیاته کړه، هڅه کوي چې د امنیتي مسئولیتونو د لیږد بهیر رامخکې کړي او غوښتنه یې داده چې بهرني ځواکونه دې ډېر ژر د افغانستان  له کلیو  څخه  خپلو پوځي هډو ته ستانه شي:

‹‹مونږ غواړو چې بهرني ځواکونه د افغانستان له کلیو، کورونو،  بازارونو او کوڅو  څخه په بېړه ووځي او خپلو پوځي مرکزونو ته ولاړ شي. او له هغه ځایه  به انشاالله کرار کرار تر ۲۰۱۴ کال پورې د امنیتي مسئولیتونو انتقال او د افغانستان څخه د وتلو بهیر بشپړ شي.››

 ولسمشر کرزي په خپلو کې وویل چې تر ۲۰۱۴م کال وروسته په افغانستان کې د نړېوالو شتون، د جګړه ییز ماموریت پر ځای په ستراتیژیکه بڼه اوړي چې دا سترایژیکي اړیکې به هم د اوږدې مودې له پاره وي.

دغه راز، نوموړي د افغانستان بهرنۍ تګلاره بریالۍ وبلله او زیاته یې کړه چې بهرنی سیاست یې ګڼ محوریز او هر اړخیز دی:

‹‹مونږ د خارجي سیاست په څو محورونو او په مختلفو ابعادو کې فعالیت لرو، په منظقه کې دهمسایه ګانو سره مو رابطه اساسي رابطه ده او په هر قېمت مو کوشش کړی چې دا رابطه پياوړې او مثبته وي حتی کله چې پر مونږ حملي شوي دي مونږ بیا هم د دې رابطې د ټینګښت کوشش کړی دی.››

د کرزي په وینا که له یوې خوا افغانستان د آمریکا ستراتيژیک متحد دی، له بل لوري له چین سره هم ستراتيژیک تړون لري. او دغه راز،  که له هند سره ستراتیژیکه ملګرتیا لري، نو له پاکستان او ایران سره هم پراخو او ژورو اړیکو ته دوام ورکوي.

خو د چارو یو شمېر کتونکي بیا د افغان حکومت اوسنۍ بهرنۍ تګلاره د افغانستان د ملي ګټو پر ضد بولي او وايي د افغانستان بهرنی سیاست باید د افغانانو د اړتیاوو سره سم برابر شي. سیاسي شنونکي سلیمان لایق په دې اړوند دویچه ویلې المان غږ ته وویل:

‹‹ځیني برخې خو د دې سیاست د رد وړ نه دي، خو په ځینو برخو کې لکه د همسایه هېوادونو په باره کې ښه مناسبات خو ډیر ښه دي خو ښه مناسبات په زور نه شي تامینیدای. چې له هغې خوا هغه لښکر درته رالیږي، بم درته رالیږي، تروریست درته رالیږي او له دې خوا ته، ورته همېشه د خپلوۍ او ورورولۍ لاره تعقیبوي.››

د افغانستان ولسي جرګې هم څه موده وړاندې د افغان حکومت پر کورني او بهرني سیاست نېوکې وکړې او د حکومت د سیاسي بنسټيزو کرښو مسوده یې د رایو په اکثریت سره رد کړه.

اسماعیل شاکر/ سید ریاض
کتونکی: سید ریاض