1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزی: بهرنيان موږ ته نه، د خپلو ګټو دپاره راغلي دي

۱۳۸۹ مهر ۱۱, یکشنبه

افغان ولسمشر حامد کرزي تيره ورځ په يوه بي ساري وينا کي بهرنيان تورن کړل چي د افغانانو د ګټو لپاره افغانستان ته ندي راغلي بلکي د خپلو ګټو په موخه په زرهاوو کيلومتره د خپلو خاورو ليري دلته را غلي دي.

https://p.dw.com/p/PTBV
افغان ولسمشر حامد کرزی
افغان ولسمشر حامد کرزیانځور: picture-alliance/dpa

ولسمشر کرزي دغه څرګندوني د افغان ملي پوځ، ملي پوليسو او ملي امنيت اداري يو شمير کارکونکو ته د مډالونو د ډالۍ په جوړه سوې غونډه کي وکړي.

ښاغلي کرزي د وسله وال پوځ افسران د هيواد په دغو مهمو شيبوکي خپلو مهمو ملي او هيوادنيو دندو ته متوجه کړل.

حامدکرزي ټينګار وکړی،چي د افغانستان د وسله وال پوځ منسوبان بايد له ملي ګټو او د هيواد له ځمکنۍ بشپړتيا څخه د دفاع په لاره کي له ډيري هوښيارۍ کار واخلي او په دغه سپيڅلي لاره کي دي له يو بل څخه ځانونه مخکي کړي.

کرزي وويل چي افغان ځواکونه بايد د بهرنيانو د وتلو په صورت کي د دي جوګه وي چي د ملک امنيتي چارو ته اوږه ورکړي.

کرزي وويل که چيري بهرنيان د نويمي لسيزي په څير د افغانستان څخه ووزي نو بايد کورني ځواکونه د خپلو پولو او خپلو ګټو د ساتلو جوګه وي.

«متاسفانه چي نن موږ دا وړتيا نه لرو، او که چيري يوه ورځ نړيواله ټولنه د افغانستان څخه ووزي دا د افغانانو دنده ده چي خپل حکومت او ملت وساتي».

د ولسمشر کرزي ددې څرګندونو څخه داسي انګيرل کيږي چي نوموړي د نړيوالي ټولني تر شديد فشار لاندي دی تر څو د خپل ملک امنيت وساتي او کورني ځواکونه د بهرنيو تشه ډکه کړي.

ولسمشر کرزي د هغو ۲۸ تنو افسرانو پر ټټر مډالونه وټومبل چي د ده په وينا په خپلو دندو کي يې د ځانه وړتيا ښولې وه خو اصلي خبري يي ټولو افغان وسله والو ځواکونو ته متوجه وي.

د سياسي چارو شنونکي په دې باور دي چي کرزی اوس غواړي، تر راتلونکو څو کلونو پوري يې خپل ځواکونه د ټولوامنيتي مسوليتونو د اخيستلو جوګه سي.

د امريکا ولسمشر بارک اوباما پلان لري چي د ۲۰۱۱ کال په جولای کي په تدريجي توګه د افغانستان څخه د سرتيرو وتل پيل کړي.

ددې پلان سره افغان دولت هوکړه نه ده کړې او په اوسنيو شرايطو کي هغه د طالبانو د ځواکومنولو دپاره اغيزمن بولي.

کرزي په دغو مراسمو کي له بريټانيا، فرانسي او امرکيا څخه د هغو هيوادونو په توګه يادونه وکړه چي په وينا يي د کمونيست پلوه رژيم تر نسکورولو وروسته يي د افغانستان څخه پښي سپکي کړې، دا ځکه چي نور يې په افغانستان کي خپله ګټه نه ليده.

افغان ولسمشر هيله وښوده چي افغانستان يو داسي هيواد سي چي نه بهرنيان پکښي د لاس وهلو توان ومومي او نه هم ګاونډيان ځني د يو ګواښ په توګه وبيريږي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل