1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزی او اوباما د طالبانو سره د خبرو اترو په هکله سره ږغېدلي

۱۳۸۸ اسفند ۲۵, سه‌شنبه

د افغانستان د جمهوري رياست د وينا له مخه،جمهور رييس حامد کرزي او د متحده ايالاتو جمهور رييس بارک اوباما، له طالبانو سره د روغي جوړي پر موضوع باندي د ويدويي ټيلفون له لاري خبري وکړې...

https://p.dw.com/p/MUE4
اوباما کرزی او جوبايدن
اوباما کرزی او جوبايدنانځور: AP

اوباما د خپل سلف، جارج ډبليو بوش په پرتله ډير لږ له کرزي سره خبري کوي او د 2008 کال څخه را په دي خوا چي د متحده ايالاتو جمهور رييس سوی دي، له افغانستان څخه يي ليدنه کتنه هم نه ده کړي.

د کرزي د دفتر له خوا په خپري سوې پاڼه کي راغلي دي، چي د افغانستان جمهور رييس اوباما ته د سولي او ملي پخلايني د پروسي د ګړندي کولو لپاره د افغان حکومت د هڅو په هکله معلومات ورکړل او د نوموړي دفتر د خپلي وينا له مخي «د متحده ايالاتو جمهور رييس له دغو هڅو څخه هرکلي وکړ.»

کرزي د روان ميلادي کال له پيل څخه له طالبانو سره د روغي جوړي لپاره پراخي هڅي پيل کړي دي، په دي هيله که چيري وکړای سي په خپل هيواد کي د جګړي تغر ټول کړي. خو هغه په دي پلان کي د خپلو نړيوالو متحدينو ملاتړ ته اړتيا لري.

که څه هم واشنګټن ليوال دی، چي د ياغيانو له ټيټ پوړو ليکو سره تماس ټينګ سي او هغوی د سولي په پروسه کي ګډ کړای سي، خو د هغوی لوړ پوړو مشرانو ته د لاس اوږدولو لپاره له احتياط څخه کار اخلي.

د آلمان د تروريزم د څېړني او د امنیتي سياست د انستيتوت مرستيال، ډاکتر کاي هيرشمن ، د واشنګټن له دغه ډول احتياط سره تفاهم لري:

«امريکايان ډير ښه پوهيږي، چي په اوږده موده کي پر طالبانو حساب نه سي کولای ، په دې برخه کي ماته د امريکايي او علمي کړيو څخه معلومات سوي، چي اساسا نه شي کيدای له طالبانو سره ټينګ او د اوږدې مودي تړونونه سرته ورسيږي»

خو کرزي اسلام اباد ته د خپلي تيري اونۍ د سفر په ترڅ کي اعلان وکړ، که د هغه د متحدينو خوښه وي يا نه وي ، دی «چمتو دی د ملا محمد عمر په شمول د طالبانو له لوړ پوړو کسانو سره خبري وکړي.»

طالبانو تر اوسه پوري د کرزي له حکومت سره خبرو اترو ته ناسته رده کړې او هغه له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو د وتلو ټنګار کوي.

څارونکي په دې نظر دي که څه هم د افغانستان د حکومت او د طالبانو تر منځ ښايي د پردې تر شا همدا اوس خبري اتري رواني وي، خو د دواړو اړخونو تر منځ د مختلفو د ريځونو په پام کي نيولو سره رښتيني خبري اتري، چي وکړای سي جګړه پای ته ورسيږي ډيري ليري او«ناممکني» ښکاري.

د متحده ايالاتو جمهور رييس اوباما د افغان حکومت له دغو هڅو څخه هرکلي کړی
د متحده ايالاتو جمهور رييس اوباما د افغان حکومت له دغو هڅو څخه هرکلي کړیانځور: AP / DW-Fotomontage

ډاکتر هیشرمن:« اساساً دا خبره کيدای سي، چي صحيح وي، چي افغان حکومت د طالبانو له مشري سره په تماس کي دی.خو دا هم بايد روښانه وي، چي طالبان ښايي تر هغه پوري په خبرو اترو کي د برخي اخيستو سره ليوالتيا ولري، چي خپلي ګټي خوندي احساس کړي. مانا دا چي هغوي ښايي له خپل فکر څخه وا نه ړول سي او هم ښايي په سختۍ سره په دې پروسه کي ادغام کړای سي. نو زه نه پوهيږم، چي د حامد کرزي له دي خبرو اترو څه مقصد څه دی.»

د کرزي او اوباما تر منځ ويډيويي ټيلفوني خبري، په داسي حال کي کيږي، چي د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون د امنيت شورا ته د افغانستان په هکله يو رپوټ وړاندي کړی، ترڅو په افغانستان کي د ملګرو ملتو د مرستي د ماموريت چي انګريږي مخفف يي UNAMA دي، موده د يو بل کال لپاره اوږده کړي.

ډيپلوماټانو وويل، چي د ملګرو ملتوسرمنشي بان کي مون هم له طالبانو سره خبرو اترو ته اشاره کړې ده. د هغوی د وينا له مخي بان وويلي دي، چي« ملګري ملتونه چمتو دي له طالبانو سره غير مستقيم خبرو اترو ته دوام ورکړي،خو له هغوی سره تماس بايد له پوره احتياط او فکر څخه کار واخيستل سي» او بايد له افغان حکومت سره د مرستي په چوکاټ کي پاته سي.

د ملګرو ملتونو يو ډيپلوماټ، چي د خپل هويت د نه بربنډولو په شرط يي د رويټر خبري آژآنس ته معلومات ورکړي، ويلي د امنيت شورا ته دعمومي منشي په رپوټ کي اشارتاً غوښتنه سوې، چي ملګري ملتونه اجازه پيدا کړی په يو ډول د طالبانو سره غير رسمي « پټو خبرو اترو» ته دوام ورکړل سي.

له طالبانو سره د ملګور ملتو خبري اتري ډيري حساسي دي، ځکه چي د هغوی د ډيری مشرانو نومونه د امنيت د شورا په تور ليست کي لا تراوسه پاته دي.

AG/Reuter/ عبدالباري حکيم

کتونکی. زيارمل