1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزي په کابينه کي بدلون راوستی

۱۳۸۷ مهر ۲۰, شنبه

د کورنیوچارو وزارت ته د حنيف اتمر، د ټاکلو څخه د جمهوررييس کرزي، لویديځو متحدینو هرکلی وکړی

https://p.dw.com/p/FY6l
جمهوررييس حامد کرزی
جمهوررييس حامد کرزیانځور: AP

د افغانستان جمهور رییس حامد کرزي نن په خپله کابينه کي ځيني بدلونونه رامنځ ته کړل، څرنګه چي د ښووني او روزني وزیر، محمد حنیف اتمر، دکورنیو چارو د وزیر په توګه نومول سوی دی، دغه وزارت په اختلاس او بډو اخیستلو تورن دی. په داسي حال کي چي د طالبانو ضد جګړه خپل 8 کاله ته ننوتې ده، زور زیاتی خپلي بې ساري کچي ته رسیدلی او د افغان حکومت لویدیځ متحدین د هغه نیمګړتیاوو او په هغه کي د اختلاس د لمن و پلنوالي ته ګوته نیسي.

د کورنیوچارو وزارت ته د حنيف اتمر، د ټاکلو څخه د جمهوررييس کرزي، لویديځو متحدینو هرکلی وکړی، ځکه هغه په خپله اداره کي غښتلی وزير بريښي، څرنګه چي هغه خپل کفایت د ښووني او رزوني په وزرات کي ښکاره کړی اود اختلاس او نورو داسي نورو تورونو څخه پاک ګنل کيږي.

محمد حنيف اتمر
محمد حنيف اتمرانځور: DW

د پارلماني چارو لپاره د دولت دوزیر ویاند، آصف ننګ وویل چي حکومت دغوره واکمنۍ د ډاد من کولو لپاره په دغه بدلون لاس پوري کړی.

د کورنیو چارو وزير ضرار احمد مقبل چي په اداره کي يې د اداري فساد او رشوت خوري څخه خبري کېدې د کډوالو او بیرته را ستنيدونکو چارو وزیر ټاکل سوی، په پارلماني چارو کي د دولت اوسنی وزیر، فاروق وردک چي د افغانستان او پاکستان د سولي په جرګه کي پخپله د ولسمشر کرزی له خوا وستايل سو او د جرګې ټولي چاري يې په ښه توګه تر سره کړې، د ښووني او رزوني د وزیر په توګه، او اسدالله خالدچي پخوا د ګندهار والي و او تر ډيره ځايه د کندهار په اداره کي د اداري فساد ا و رشوت خوری خبري کېدې، او حتی يو وخت خو پر ده باندي لا مسقيم تورونه ولګيدل، اوس د پارلماني چارو له پاره ددولت د وزير په توګه ونومول شوو. سر بیره پر هغوی، آصف رحيمي د کرهڼي د چارود وزير په توګه نومول سوی دی.

د پارلماني چارو له پاره د دولت د وزارت وياند،آصف ننګ وویل: د حکومت په کابينه کي دغه نوموني د پارلمان له منظورۍ څخه وروسته تصویب کیږي.د افغانستان په پارلمان کي د پخوانيومجاهدینومشران ډيرنفوذ لري، دا چي د حکومت دغه بدلون به د هغوی له ملاتړ څخه هم برخه من سي که نه، وخت به يې وښي