کرزي په پاکستان کي خپل سفر وغځاوه
۱۳۹۲ شهریور ۵, سهشنبهد آلمان د خبري آژانس د رپوټ له مخي د پاکستان د بهرنيو چارو وزرات يوه مقام چي هويت يي نه دی څرگند شوی ويلي دي چي افغان ولسمشر حامد کرزي، نن د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د اگست ۲۷) هم په اسلام آباد کي پاته شوی دی.
کرزي پرون هلته د دغه هيواد له صدراعظم، نواز شريف سره وليدل او د دواړو هيوادونو د خپل منځي اړيکو پر سره يي خبري وکړي.
د بهرنيو چارو وزارت د دغه چارواکي له خولي ويل شوي دي چي کرزي په دې وجه يوه بله ورځ خپل سفر اوږد کړ، چي غواړي له پاکستاني مشرانو سره «پر مشخصو مسايلو» باندي خبري وکړي چي «څرنگه هغوی کولای شي» افغان طالبان قانع کړي چي د افغانستان له حکومت سره د سولي له پاره مخامخ خبري وکړي.
د پاکستان لومړي وزير نواز شريف د دوشنبې په ورځ له کرزي سره په يوه گد مطبوعاتي کنفرانس کي وويل چي د «هغه حکومت به په افغانستان کي د سولي او ثبات د ټينگښت له پاره له هيڅ ډول مرستي څخه ځان و نه سپموي.» خو د پاکستان صدراعظم دا روښانه نه کړه چي د هغه حکومت په دې لاره کي څه ډول مرسته کولاي شي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزرات د يو وياند له خولي د آلمان خبري آژانس راپور ورکړی دی چي «د سولي د خبرو اترو د جزئياتو ټاکل او د پاکستان له زندان څخه د افغان طالبانو آزادېدل» د نن ورځي د خبرو مهم موضوعات دي.
د قطر په پلازمېنه دوحه کي په جون مياشت کي د طالبانو د دفتر تر پرانيستلو او تړلو وروسته چي د سولي د خبرو اترو پروسه يي په ټپه ودروله دا له اسلام آباد څخه د افغان حکومت لومړۍ غوښتنه ده.
افغان ولسمشر حامد کرزي د دوشنبې په ورځ له نواز شريف سره تر ليدني کتني وروسته وويل چي دی هيله من دی چي پاکستان د سولي د خبرو اترو له پاره د موقع يا ځای په چمتو کولو سره په دې پروسه کي آسانتياوي» برابري کړي.