1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزي په ټاکنو کې د ملگرو ملتونو د منځگړیتوب وړاندیز ومنه

مسعود جهش۱۳۹۳ خرداد ۳۰, جمعه

افغان ولسمشر حامد کرزي ویلي دي چې ولسمشرۍ ته د نوماند ډاکټر عبدالله عبدالله، د هغه وړاندیز هرکلی کوي چې له مخې به یې ملگري ملتونه د افغانستان د ټاکنو په تړاو رامنځ ته شویو جنجالونو کې منځگړیتوب وکړي.

https://p.dw.com/p/1CNBz
انځور: Reuters/Mohammad Ismail

د ولسمشرۍ ماڼۍ له خوا د جمعې په ورځ په یوې خپرې شوې بیانیه کې راغلي دي چې ولسمشر حامد کرزي، د افغانستان د علماو د شورا له استازو سره د لیدنې پر مهال په ټاکنو کې د ملگرو ملتونو د نقش لرلو وړاندیز منلی او د هغه هرکلی یې کړی دی: «ولسمشر کرزي په ټاکنو کې [...] د ملگرو ملتونو د نقش په اړه ویلي دي چې نه یوازې دغه وړاندیز مني بلکې د هغه هرکلی کوي.»

د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې هغه مهال له یوه کړکیچ سره مخامخ شوې چې ولسمشرۍ ته نوماند ډاکټر عبدالله عبدالله، د پراخو درغلیو په تور د ټاکنو له خپلواک کمیسیون سره خپلې اړیکې وځنډولې او د رای شمیرنې د بهیر د دریدو غوښتنه یې وکړه. پر دې سربیره عبدالله عبدالله د دې کمیسیون د دارالانشأ ادارې د مشر د دندې د ځنډولو غوښتنه هم وکړه.

په بیانیه کې زیاته شوې ده چې ولسمشر کرزي همدارراز یوه بله حل لاره هم وړاندیز کړې ده چې له مخې به یې د هغه دوه مرستیالان یونس قانوني او محمد کریم خلیلي له ولسمشریزو نوماندانو سره د ټاکنیزو ستونزو د حلولو هلې ځلې وکړي. کرزي روښانه کړې ده چې نوماندان کولای شي د دغو دوو وړاندیزونو له ډلې څخه یو یې ومني.

ویل کیږي چې د ولسمشر کرزي لومړی مرستیال یونس قانوني له ډاکټر عبدالله عبدالله سره نزدې اړیکې لري او دویم نوماند محمد کریم خلیلي، یې بیا د اشرف غني احمدزي له تیم سره نزدې دی.

«په هیواد کې خیرو خیرتي دی»

په بیانیه کې د ولسمشر کرزي په حواله راغلي دي چې په ټاکنو کې د دوو نوماندانو تر منځ د اختلافونو رامنځ ته کیدل یوه طبعي خبره ده او دا چې ټاکنیز کمیسیونونه باید د نوماندانو غوښتونو ته د قانون له مخې رسیدگي وکړي: «په هیواد کې خیرو خیرت دی. آرامي ده او هر څه په سمه توگه روان دي.»

کرزي همداراز روښانه کړې ده چې روان ټاکنیز جنجالونه به له منځه ولاړ شي: «د ټاکنو مسله به هم یا د افغاني بهیر له لارې او یا هم د ملگرو ملتونو د مذاکراتو له لارې انشاالله د دواړو نوماندانو د خوښې پایلې ته ورسیږي.»

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشرۍ ته نوماند عبدالله عبدالله، د پنجشنبې په ورځ پخپله ولسمشر کرزی د ټاکنو په موضوع کې په بیطرفه نه پاتې کیدو تورن کړی وو او ادعا یې کړې وه چې د ټاکنو د پایلو د بدلولو هڅې روانې دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب