کرزي په لغمان کښي د ملکي خلکو وژل غندلي دي
۱۳۸۷ بهمن ۷, دوشنبهد افغانستان د حکومت له قوله 16 تنه ملکي او بې گناه کسان وژلي، چي په هغو کي دوې ښځې او 3 تنه ماشومان هم وه . د افغانستان اولسمشر حامد کرزي پرون د يکشنبې په ورځ د امريکايي ځواکونو دا عمل وغانده ،او دا په داسې حال کې چې په مهترلام کې پرون يکشنبه سره له دې چي سخت باران اورېدۍ ، په زرگونو کسان د اولسمشر حامد کرزي او امريکې پرضد په مظاهره راوتلي وه، او د لاسپکرو له لارې يې دا گواښونه کول، چي که چېري بهرني ځواکونو خپلو دې ډول عملياتو ته دوام ورکړي، نو دوي به مجبور وي چې د مخالف اړخ سره ودريږي .
د اولسمشر له دفتر څخه خپرې سوې يوې اعلاميې کې راغلي، چې د کليو او بانډو بمباري کول، بيله دې چې ملکي خلک پکښې له منځه ولاړ سي، د تروريزم پرضد مبارزه کې کومه گټه نه رسوي .
کرزي د ملکي خلکو د وژنو سمدلاسه بنديدل غوښتې ،او دا يې سپين ويلي دي، چې دا ډول ناهمآهنگه حملې د افغانستان دحکومت کاواکه او مخالف ترهگران پياوړي کوي .
د امريکې تر مشرتابه لاندې بهرنۍ نظامي ټلوالې بيا ويلي دي، چې په دغه حمله کې، د بنسټ پاله اسلامي طالبانو 15 تنه وسله وال جنگيالي له منځه تللي دي .
دوې اونۍ مخکې هم د لغمان په ولايت کې 17 تنه د امريکايي نظامي عملياتو په نتيجه کې وژل سوي وه . دې ډول وژنو د افغانستان وگړي سخت راپارولي ،او اولسمشر حامد کرزي د بهرنيو ځواکونو څخه په وار وار غوښتي دي، چې په خپلو عملياتو کې د ملکي کسانو له مرگ ژوبلې څخه مخنيوي وکوي .
د لغمان والي څرگنده کړې، چې عمليات د دوي په خوښه او صلاح سره سر ته نه دي رسېدلي .
پخپله د امريکې پوځ د ملکي کسانو د وژلو څخه انکار کړي ،او د شنبې په ورځ يې اعلان وکړۍ، چې د دوي د حملې په ترځ کې 15 تنه وسله وال ،د هغي يوې جنگيالۍ مېرمنې په شمول وژل سوي، کومې چي د پوځي يرغل په موقع يو راکت لانچر له ځان سره وړۍ .
امريکايانو په خپله اعلاميه کې وړاندې راړوي، اورپکو، هدف ته د رسېدو پر موقع د دوي پر عسکرو باندې حمله وکوله ،او دوي د خپلو عملياتو په لړ کې څو ميله وسلې او مهمات هم موندلي دي .
د بلي خوا روسيې يووار بيا ناټو ته په افغانستان کې د هر ډول مرستې غږ کړي دئ، خو دايې نه ده منلې چې نږدې پوځي ملگرتيا به ورسره کوي . په ناټو کې د روسيې استازي د يکشنبې په ورځ وړاندې وويل، چې ناتو اوس هم کولي سي، په افغانستان کې خپلو موجودو ځواکونو ته د روسيې د لارې غيرنظامي او لوژستيکي اکمالات وکوي، خو پر افغانستان باندې د روسيې د 1979 ميلادي کال د تيرې په نظر کې نيولو سره، پوځي لاس وهنه نامناسبه ده.