1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزي په قطر کې د طالبانو له دفتر سره موافقت وکړ

۱۳۹۰ دی ۷, چهارشنبه

افغان ولسمشر، حامد کرزي، ویلي چې حکومت یې په قطر کې د طالبانو د دفتر د پرانستلو سره موافقت لري. هغه هیله څرګنده کړې چې د افغانستان د سولې په بهیر کې ژر عملي ګامونه پورته شي.

https://p.dw.com/p/13aac
افغان حکومت تل پر طالبانو د سولې غږ کړی خو هغوی تر اوسه دغه کار ته غاړه نه ده ایښي
افغان حکومت تل پر طالبانو د سولې غږ کړی خو هغوی تر اوسه دغه کار ته غاړه نه ده ایښيانځور: dapd

د افغانستان د ولسمشرۍ دفتر د سه شنبې په ورځ په یوې بیانې کې د ولسمشر کرزي په حواله وویل چې که متحده ایالات په قطر کې د طالبانو د ارتباطي دفتر د پرانستو سره موافقت ولري نو افغان حکومت هم په دې برخه کې کومه ستونزه نه لري. په بیانیه کې ویل شوي چې کرزی اوس هم د طالبانو د دفتر د جوړیدو لپاره د ترکیې او یا هم سعودي عربستان هیوادونو ته ترجیح ورکوي.

کرزي ویلي چې هیواد یې د طالبانو سره د سولې د خبرو د ترسره کولو په موخه چمتوالی لري او هیله لري چې په نږدې راتلونکې کې د دغې ډلې یو مشخص ادرس معلوم شي ترڅو د افغانستان د سولې په بهیر کې عملي ګامونه پورته شي. کرزي په دې خبره تينګار کړی چې طالبانو سره د سولې د خبرو د پیلولو لپاره د هغوی څخه یو مشخص ادرس درلودل حتمي دی.

تر دې مخکې افغان حکومت له قطر څخه خپل سفیر رابللی وو ترسو په دغه هیواد کې د طالبانو د سیاسي دفتر د پرانستل کیدو د آوازو په اړه ورسره مشؤره وکړي. افغان حکومت یو وار بیا د سولې لپاره پر خپلو پخوانیو شراطونو تینګار کړی دی. په دغو شرطونو کې د تاوتریخوالې څخه لاس اخیستل، د افغانستان د اساسي قانون منل او د ترورستانو سره د اړیکو شلول شامل دي.

د رپورټونو له مخې قطر د آلمان او متحده ایالاتو په مرسته طالبانو سره په دوحه کې د هغو لپاره د سیاسي دفتر د پرانسلو په اړه خبرې کړي دي. تر اوسه پوره د دغه دفتر د څرنګوالي په اړه پوره معلومات نه دې ورکړل شوي.

افغان حکومت تل ویلي چې بهرنیان باید د افغانستان د سولې په بهیر کې لاسوهنه و نه کړي. غربي هیوادونو هم د افغانستان په مشرۍ په دغه هیواد کې د سولې له بهیر سره موافقه کړي. خو وروستي رپورټونه ښیې چې ښایې متحده ایالات په مستقله توګه له طالبانو سره خبرې اترې پیل کړي.

د روان کال په سپتمبر میاشتې کې د افغانستان د سولې د عالي شورا د ریس وژل کیدو وښوده چې د سولې په برخه کې د ولسمشر کرزي دوه کلنو هڅو کومې عملي پایلې نه دې ورکړي. خو اوس په قطر کې د طالبانو د ارتباطي دفتر د پرانستل کیدو سره ښایي په دغې برخه کې ځینې عملي ګامونه پورته شي.

د افغانستان د چارو کارپوه، احمد سعیدي، وايي چې غربي نړۍ غواړي طالبانو سره د پاکستان او ایران څخه په یوې لرې سیمه کې خبرې وکړي ترڅو دغه هیوادونه په مذاکرو کې برلاسې نه وي او ډیر امتیازونه و نه غواړي.

طالبانو لا تر اوسه د سولې خبرو اترو ته په رسمي توګه چمتوالی نه دی ښودلي. هغوۍ وایي ترڅو چې بهرني ځواکونه په افغانستان کې میشت وي دغه کار ته به غاړه کې نه ږدي.

دا په داسې حال کې ده چې سعیدي وایي په قطر کې د طالبانو د دفتر پرانستل به کومه خاصه ګټه و نه لري. د هغه په خبره د دغه دفتر له پرانستلو سره سید طیب اغا او ملا ظعیف موافقت کړی دی چې طالبان دوی د خپلو استازو په توګه نه مني.

آژاسونه/ مسعود جهش
کتونکی: عبدالباري حکیم