کرزي يوار بيا په افغانستان کي پر پوځي سراتيژۍ سختي نيوکي کړي
۱۳۸۹ شهریور ۸, دوشنبهولسمشر حامد کرزي د بهرنيو ځواکونو پر کړنو سختي نيوکي کړي او د بهرنيو هيوادونو د پوځي تگلاري پر سر يې څېړنه هم غوښتې ده.
افغان مشر زياته کړې ده چي د طالبانو د رژيم د نسکورېدو راهيسي په کليو او بانډو کي تر سره سوي پوځي عمليات ددې باعث گرځېدلي چي ملکي وگړي ووژل سي.
د ولسمشر حامد کرزي د مطبوعاتي دفتر څخه په يوه خپره سوې خبرپاڼه کي ويل سوي دي چي، کرزي تيره ورځ په کابل کي د المان د پارلمان د ريس نوربرت لمرت سره په کتنه کي يوار بيا د بهرنيانو پر پوځي کړنو نيوکي وکړې.
اعلاميه زياتوي چي په دې کتنه کي چي په افغانستان کي د بهرنيو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال ديويد پيترياس هم گډون درلودی کرزي وويل چي په کليو او بانډو کي د تروريز په وړاندي پوځي عمليات ډير لږ مؤثر ول او قربانيان يې ډير ملکي وگړي ول.
د ولسمشر کرزي ددې خبرو پر مهال د المان د دفاع وزير څو گوتنبرگ هم په افغانستان کي و او د المان د عسکرو سره يې په بغلان کي د جگړې په لومړۍ کرښه کي کتلي دي.
په دې کتنه کي پيترياس څرگنده کړې ده چي امريکايي ځواکونه به په راتلونکي کال کي په ناڅاپي ډول د افغانستان څخه نه وزي.
څو ورځي مخکي ولسمشر کرزي پر امريکا ږغ وکړي چي په ۲۰۱۱ کال کي د امريکايي ځواکونو په وتلو سره يې امنيتي ځواک ددې جوگه نه دی چي د هيواد د امنيتي چارو مسووليت په غاړه واخلي.
پيترياس د جرمني د دوهم کانال د تلويزيون سره په مرکه کي ويلي دي چي امريکايان به هيڅ وخت افغانان د طالبانو زورزياتي ته يوازي ور پرې نږدي.
آژانسونه/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: عبدالباري حکيم