1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزي له افراطيت سره د مبارزې غوښتنه وکړه

۱۳۹۱ مهر ۲۳, یکشنبه

افغان ولسمشر حامد کرزي د پاکستان له سياسي او مذهبي مشرانو څخه په يوه لیک کي له ترويزم سره د مبارزې غوښتنه کړې ده: دی وايي، دواړه هيوادونه له يوه خطرناک دښمن سره مخامخ دي.

https://p.dw.com/p/16Plw
انځور: DW

د افغانستان د جمهوري رياست دفتر د شنبې په ورځ(۲۰۱۲ کال د اکتوبر۱۳) ناوخته په يوه خبرپاڼه کي ويلي دي، چي افغان ولسمشر حامد کرزي د پاکستان له جمهوررئيس اصف علي زرداري سره تر تليفوني خبرو وروسته دغه ليک په هغه هيواد کي پر ملاله باندي د تروريستي بريد په ارتباط ليکلی دئ.

حامد کرزي په دې لیک کي ويلي دي:«پر يوې کوچنۍ نجلۍ باندي بريد د دې څرگندوی دئ، چي د ډيورنډ د کرښي دواړو خواوو ته پراته ملتونه له يوه داسي خطرناک دښمن سره مخامخ دئ، چي غواړي د دوی ښوونځی ور وتړي په ناپوهۍ کي ئې وساتي او د دوی راتلونکې ور خرابه کړي.»

ملاله يوسفزۍ تيره اوونۍ د پاکستان د سوات په دره کي د پاکستاني طالبانو ښکار وگرځېده او په سر او غاړه کي سخته ټپي سوه. هغه اوس د دغه هيواد په يوه روغتون کي بستر ده او ويل کيږي، چي د ژوندۍ پاته کېدو امکانات ئې سته.

پاکستاني طالبانو ويلي دي، پر ملالي باندي ئې ځکه بريد وکړ، چي د طالبانو ضد خبري ئې کولې او د نجونو د زده کړو له پاره ئې فعاليت کاوه.

کرزي پخپل دې ليک کي ويلي دي، چي له کلونو راهيسي د افغان زده کوونکو پر مکتبونو باندي دغه ډول يرغلونه کيږي، ځکه نو افغانان د ملالي يوسفزۍ رنځ درکولای سي او پر هغې باندي بريد پر ټولو افغان نجونو باندي يرغل بولي.

د افغانستان د ښووني او روزني وزارت له خوا د شنبې په ورځ داسي يو پروگرام جوړ سوی، چي په ترڅ کي ئې په ټول هيواد کي په ميليونونو زده کوونکو د ملالي يوسفزۍ د روغتيا له پاره دعاوکړه.

دا په داسي حال کي ده چي يو شمېر افغانانو بيا د ښووني او روزني پر وزارت باندي نيوکي وکړې، چی په هيواد کي ئې هره ورځ زده کوونکي وژل کيږي، خو وزارت دغه طالبانو پر ضد دغه ډول يو کار نه دئ کړی.

حامد کرزي ويلي دي:«نن چي د دغه غمجني پيښي په اړه ږغ پورته سوی دئ، هغه بايد کرار نه سي او دواړي خواوي بايد په کلک هوډ سره د تروريزم پرضد مبارزه وکړي، چي اولادونه مو له دغه ظلم څخه وژغورل سي.»

د افغان ولسمشر حامد کرزي دغه ليک د پاکستان پر سياسي مشرانو، مذهبي ډلو او گوندي مشرانو سر بيره د دغه هيواد نوموتی ورزشکار عمران خان ته هم لېږل سوی دئ. دا په داسي حال کي ده، چي دغه ورزشکار په افغانستان کي د نړيوالو ځواکونو پر ضد اوسنی جنگ «جهاد» بللی دئ.

د افغانستان د علماوو شورا د عمران خان د دغه خبري په جواب کي ويلي دي، چي ځانمرگي بريدونه او د بېگناه انسانانو وژل په اسلام کي حرام دي، او هر څوک حق نه لري چي د ديني مسايلو په اړه فتوا صادره کړي.

Dapd/afp/دويچه ويله/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: احمد ولي اڅکزی