کرزي سمدلاسه د شپې عملياتو د بندولو غوښتنه کړې
۱۳۹۰ آذر ۲۹, سهشنبهولسمشر کرزي دا غوښتنه وروسته له هغه کړې، چي د آيساف ځواکونو وياند د دوشنبې په ورځ د شپې له خوا عملياتو ته د دوام ورکولو خبره کړې او دغه عمليات يې د اورپکو د مشرانو د په نښه کولو له پاره تر ټولو اغيزناکه او خوندي لار ګڼلې.
آيساف د دغو عملياتو پر دوام ټينګار کړی، خو ويلي يې دي، چي په نوموړو عملياتو کي به د ځانګړو افغان ځواکونو ونډه لا پکښي ډيره کړي.
د ولسمشر کرزي وياند، ايمل فيضي، ويلي:«د افغانستان جمهوررئيس په عاجله توګه د شپې له خوا تر سره کېدونکو چاپو او د افغانانو د کورنو د تلاښۍ د درولو غوښتنه کړې.»
هغه په خپلو خبرو کي زياته کړې، ولسمشر نه غواړي چي هيڅ کوم بهرنی سرتيری دي د افغانانو کورونو ته ورننوزي او د هغوئ کورونه دي تلاښي کړي.
افغان ولسمشر په وار وار د دغه ډول عملياتو د درولو غوښتنه کړې. د هغه په وينا دغه کار د افغانانو په منځ کي د بيري احساس پيدا کړی.
تيره مياشت دوديزي لويي جرګې د ستراتيژيک تړون د لاسليکولو له پاره تر ټولو مهم شرط دا وړاندي کړی، چي دغه چاپې دي ودرول شي.
دغه ستراتيژيک تړون به د ۲۰۱۴ميلادي کال وروسته د افغانستان څخه د ټولو بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته د افغان دولت او امريکايي سرتيرو تر منځ اړيکي روښانه کړي.
فيضي په خپلو خبرو کي ويلي، هغه څه چي ناټو يې په رسمي توګه وايي، هغه د لويي جرګې د پريکړو او ولسمشر د غوښتني خلاف دي:
«تر ټولو مهمه دا ده چي دا به د امريکا له متحده ايالاتو سره د ستراتيژيک تړون پر لاسليکولو ښه اغيز و نه لري.»
د شپې له خوا د تر سره کيدونکو چاپو پر سر دغه مخالف هله راپورته شو، کله چي د شنبې په سهار وختي د بهرنيو ځواکونو له خوا د شپې په چاپه کي يوه اميدواره مېرمن په ډزو ووژل شوه.
آژانسونه/ سيد رياض
کتونکي: نجيب الله زيارمل