کرزي د مونشن په کنفرانس کي د خپلي حکومتدارۍ څخه دفاع وکړه
۱۳۸۷ بهمن ۲۰, یکشنبهد مونشن په کنفرانس کي د افغانستان جمهور رييس حامد کرزي د خپل هيواد د بيارغاوني په اړه څه نا څه يو ناخواله انځور ښکاره کړی.
هغه وويل: تر اوسه پوري بريالي سوي نه يو چي افغانستان ته هغسي يوه وضعه اعاده کړو چي سړی ورته «عادي وضعه» ووايي. په حکومت کي لا تراوسه اختلاس موجود دی. امنيتي وضعيت لا تراوسه ناخوال پاته دی، طالبان لږ ترلږه لس ولاياتو ته بيرته ستانه سوي دي. خو کرزي وويل : د امريکا د متحده ايالاتو د حکومت هغه تور چي ګواکي افغانستان « د نشه يي توکو» په دولت بدل سوی پر ځای نه دی.
«زما په نظر د نشه يي توکو دولت هغه دولت دی چي خپله نشه يي توکي کري او له هغه څخه ګټه اخلي. د نشه يي توکو پيسې په هيواد کي پاته کيږي او دولت په رسمي توګه د هغه څخه کاراخلي. موږ دا کار نه کوو. په حقيقت کي : په دې کي شک نه سته چي په تيرو اووکلونو کی د تارياکو کښتونه ډير سوي دي،خو په هغوسيمو کي چي د افغانستان حکومت دې ستونزي ته مخ اړولی، هلته دغه کښتونه کم سوي دي.»
دا چي جمهوررييس کرزی به دا امکان پيدا کړي چي په دې ډول حکومت کولو ته دوام ورکړي،يوازي د راتلونکي دوبي په انتخاباتو پوري تړلی نه دی. په دې وروستيو مياشتو کي د کرزي او لويديځ ترمينځ درز پيداسوی. د مرکزي حکومت د نفوذ د کميدو پر سر ستړيا نوره هم ډيره سوې ده.
د جرمني لومړی وزيره مېرمن انګيلا ميرکل غواړی چي د افغانستان د دولتي جوړښت موضوع د ناټو په 60 کاليزه کي د اجندا لومړی موضوع وګرځوي چي په اپريل کي جوړيږي.
«زماپه نظر تر مرکزي جوړښت بايد و سيمه ايز جوړښت ته وده ورکړل سي. ځکه چي هلته مختلف قومي دودنه بايد په پام کي و نيول سي.»
د افغانستان بيا رغاونه د ټولو مرسته کونکو هيوادونو له پاره په لومړي ګام کي قرار لري چي کرزي هم پر دې باندي سخت ټنګار کوي او وايي چي ديوې بريالۍ بيارغاوني کيلي په بهر کي ده.
«د نړيوالي ټولني تر مينځ ښه همږغي نه سته. د ټولو کوښښونو سره سره، موږ هدف ته ونه رسيدو: نه ملګري ملتونه، نه افغان حکومت او نه هم مرسته کونکي هيوادونه پوهيږي چي چيري او څنګه يې لګښتونه کړي دي. نو په دې وجه اغېزمني مرستي خورا مهمي دي.»