1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزي د مشورتي لويي جرګې مشورې ومنلې

نجيب الله زيارمل۱۳۹۲ آذر ۳, یکشنبه

افغان ولسمشر حامد کرزي د مشورتي لويي جرګې هغه پريکړه چي له امریکا متحده ايالاتو سره د امنيتي تړون په اړه يې وکړه ومنله. خو افغان ولسمشر دا ونه ويل چي امنيتي تړون به څه وخت لاس ليک کړي.

https://p.dw.com/p/1ANB2
انځور: Hussain Sirat

د کابل او واشنګټن ترمنځ د امنيتي تړون پر سر رابلل سوي مشورتي لويي جرګې په څلورمه يا وروستۍ ورځ په بنځوسو کمېټو کي تر دوو کاري ورځو بحثونو وروسته د يکشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د نوومبر مياشتي ۲۴) په اکثريت سره افغان ولسمشر ته مشوره ورکړه چي له امریکا متحده ايالاتو سره امنيتي تړون لاس لیک کړي.

افغان ولسمشر حامد کرزي د مشورتي لويي جرګې په وروستۍ غونډه کي د جرګې د ګډونوالو پريکړه ومنله او ويې ويل چي دغه تړون به هم لاس ليک کړي خو دا يې نه وويل چي څه وخت به يې لاس لیک کړي.

کرزي په خپله وينا کي بیا هم پر خپلو درو شرطونو باندي ټينګار وکړ او هغه په اړه يې خپل دلايل وړاندي کړل. افغان ولسمشر حامد کرزي د خپل لومړي شرط په اړه چي هغه په افغانستان کي د سولي راتګ دی وويل، چي سوله بايد اوس افغانستان ته راسي نه لس کاله وروسته: «د دې قرارداد له پاره زموږ شرط سوله ده. امریکا دي موږ ته سوله راولي او زه به ستاسو امر قبول او لاس ليک به يې کړم.»

ولسمشر کرزي خپل دوهم شريط چي هغه د افغانانو د کورنو تلاښۍ او د شپې عملياتو دي په اړه وويل چي دغه تلاښي بايد سره له اوسه بندي سي که نه امنيتي تړون هيڅ معنی نه لري: «موږ امریکا ته په خپله خاوره کي اډې ور کوو خو زموږ اول شرط امنيت دی. دا په دې معنی چي سر له اوسه نور زموږ د کورنو تلاښۍ بندي دي.» کرزي زياته کړه: «که امريکايان يو وار هم نور زموږ وکورونو ته ننوتل يا يې تلاښي وکړل دغه قرارداد نه کیږي.»

کرزي د خپل دريم شرط په اړه چي هغه په شفاف ډول د انتخاباتو تر سره کول دي وويل: «د لويي جرګې تر دايرېدو درې ورځي دمخه موږ د امريکا متحده ايالاتو له سفر او ځواکونو له قوماندان سره په يوه غونډه کي وو او د امنيتي تړون پر دريمه ماده سره جوړ نه سوو. دا ماده د افغانانو پر کورنو باندي پوځي عمليات دي، دوی ويل چي موږ ته يوه استثنا قايل سی خو موږ ورته وويل چي نه تاسو تلوار مه کوی راسي چي دغه قرارداد پريږدو چي پنځه مياشتي وروسته يې نوی جمهور رييس او حکومت لاس ليک کړي. دوی ويل چي نه موږ خپل پروګرام لرو او دا بايد اوس لاس ليک سي. دوی ويل چي نه کيدای سي د انتخاباتو تر لومړی دورې وروسته دوهمه دوره پنځه شپږ مياشتي وځنډيږي.»

حامد کرزي زياته کړه: «کله چي ما دغه خبره واورېده نو سمدستي پوه سم چي په تيرو ټاکنو کي همدغه شان يو چل زموږ سره وسو. کله چي موږ هغه وخت انتخابات وکړل بدنامه يې کړه او معاملې يې راسره شروع کړې.» کرزي وويل: «هغه وخت جان کېري چي اوس د امریکا د بهرنيو چارو وزير دی راته وويل چي ته تر دغه انتخاباتو تير سه دوهم واري انتخاباتو ته به ولاړ سو ما ورسره ومنل. جان کېري هغه وخت قسم را سره وکړی چي دوهم واري به ټاکني وکړو. خو ټاکني تر سره نه سوې. نو اوس کېدای سي چي بيا هغه خبره تکرار سي. ځکه زه وايم چي د شفافو ټاکنو د ترسره کېدو ژمنه دي راکړي.»

افغان ولسمشر حامد کرزي د خپلي وينا پر مهال څو واري د مشورتي جرګې پر ګډونوالو ږغ وکړ چي دغه تړون تاسي تاييدوی نو ماته هم د قبول وړ دی. خو د وينا په وروستۍ برخه کي یې وويل چي تړون تاسي تاييد کړی نور نو ما پريږدی او له امريکا سره د هغه پر سر جرو بحثونه.

د مشورتي جرګې عمومي رييس حضرت صبغت الله مجددي د جرګې په اختتاميه وينا کي بيا هم پر دې ټينګار وکړ چي ولسمشر کرزی بايد دغه تړون ژر تر ژره لاس لیک کړي. خو ولسمشر کرزي وويل چي امريکا به ټول شرطونه راسره مني.