کرزي د طالبانو سره تر وخت مخکې د سولي خبرې رد کړي
۱۳۹۰ آبان ۱۱, چهارشنبهولسمشر کرزي خپل پاکستاني سیال سره تر غونډې وروسته په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې طالبانو سره د سولي د خبرو اترو په اړه وویل:
«مونږ د ځانمرګو برید کوونکو سره خبرې نه شو کولای او له دې کبله اوس مونږ طالبانو سره د خبرو اترو په هکله تر هغو بحث نه کوو چې د هغوی څخه مو کوم مشخص ادرس نه وي تر لاسه کړی. تر هغه وخت پورې مونږ ویلي چې مونږ به په پاکستان کې د خپلو ورونو سره خبرې کوو ترڅو دغې ستونزې ته د حل لاره پیدا کړو.»
وروسته تر هغې چې د افغانستان د سولي د عالي شورا مشر، برهان الدین رباني، د یوه ځانمرګي برید کوونکي لخوا چې خپل ځان یې د طالبانو ځانګړی استازی پیژندلی وو ووژل شو، ولسمشر کرزي وویل چې طالبانو سره خبرې اترې کومه فایده نه لري او افغانستان به د پاکستان سره خبرې پیل کړي.
د حامد کرزي دغه خبره ښیې چې د استنبول کنفرانس د افغانستان او پاکستان د اړیکو په ښه کولو کې پاتې راغلی. د افغانستان او پاکستان تر منځ په استنبول کې د غونډې اصلي موخه د دواړو هیوادونو تر منځ د اړیکو ښه کول وو.
کارپوهان هم په دې اند دي چې په لنډه موده کې د دغو دوه هیوادونو تر منځ ستونزې په اسانۍ سره حل شي. د ترکیې د نړیوال ستراتیژیک مطالعاتو د مرکز ریس، محمد ایجن، په دې نظر دی چې ډیر وخت په کار دی چې افغانستان او پاکستان خپل سمیز اختلافات حل کړي:
«زه فکر نه کوم چې د پاکستان او افغانستان ستونزې دې په دې غونډې کې حل شي خو دا د حل د لارې پیل کیدای بلل کیدای شي.»
تر دغې وروسته به د نن «چهارشنبي په ورځ» د افغانستان په هکله یو بل لوې کنفرانس په ترکیه کې جووړ شي چې په کې به د پاکستان سربیره، هندوستان او هغه هیوادونه ونده واخلي چې په افغانستان کې ځواکونه لري.
متحده ایالات او پاکستان د سولي د لارې د افغانستان د جګړې په ختمولو ټیګار کوي. دغه دواړه هیوادونه همداراز وایي چې د سولي بهیر باید یو افغاني بهیر وي. پاکستان همداراز ادعا کوي چې پر دغه هیواد په افغانستان کې د متحده ایالاتو د ځواکونو د ناکامۍ پړه اچول کیږي.
زرداري چې د ولسمشر کرزي سره یې په ګډ کنفرانس کې خبرې کولي وویل:
«د سیمې حالات ډیر مغلق دي. د ناټو او نور نړیوال ځواکونه له لسو کلونو څخه را په دیخوا په دغې سیمې کې شتون لري. که دا دومره ساده موضوع وای نو اوس به حل شوې وای. حقیقت خو دا دی چې افغانستان تل د امپراتورانو قبرستان شمیرل شوی.»
کرزي هم په دغه خبري کنفرانس کې وویل:
«مونږ ډیر سخت ژوبل شوي یو. سولي ته زمونږ لیوالتیا څخه یا خو غلطه استفاده شوې او یا هم ورڅخه غلط مفهوم اخیستل شوی دی.»
کرزي همدا راز زیاته کړه چې اوس افغانستان له دغه وضعیت څخه يو څه زده کړي دي.
دویچه ویله ،آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: عبدالباري حکیم