1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزي: بهرني سفارتونه دی د امنيتې شرکتونو ننګه نه کوي

۱۳۸۹ مهر ۲۸, چهارشنبه

ولسمشر حامد کرزي نن په کابل کې د کليو د پراختيا په ملي مشورتې غونډه کي وويل:« دغه شرکتونو مو بند کړي دي. زمونږ هيله دا ده چې بهرني دوستان دی پر مونږ فشار نه اچوي چي دا شرکتونه دلته بيا د فعاليت اجازه ولري.»

https://p.dw.com/p/Piod
د افغانستان ولسمشر حامد کرزی
د افغانستان ولسمشر حامد کرزیانځور: AP

افغان ولسمشر حامد کري وايې چې په کابل کې ميشت يو شمير بهرني ديپلوماتان په افغان حکومت زور اچوي تر څو يو شميرخصوصي امنيتي شرکتونه و نه تړل سي.

کرزي څه باندې يوه مياشت دمخه د يوه ځانګړي فرمان په ترڅ کې د ټولو خصوصې امنيتي کمپنيو د دړې وړي کيدو امر وکړ.

خو تيره اونۍ د ولسمشر وياند وويل چې د ګوتو په شمير خصوصې شرکتونه به چې د بهرنيو استوګن ځايونو او ديپلوماتيکو تأسیساتو ساتنه کوي له دغه امر څخه مثتثنې وي.

د ښاغلي کرزي له ننۍ څرګندونو داسي انګيرل کيږي چې ګواکي د خصوصې امنيتې کمپنيو د ړنګولو په برخه کې له يو شمير مقاومتونو سره مخ شوي دي.

نوموړي چې نن يې په کابل کې د کليو د پراختيا په ملي مشورتې غونډه کې خبري کولي بهرنۍ مليشې او خصوصې امنيتې شرکتونه د افغانستان په زيان وبلل.

کرزي وويل چې له پنځو کلونو راهيسې يې د دغو شرکتونو د ړنګولو پلان تر لاسه لاندي درلود چې اوس يې پلي کړ.

هغه وويل چې دري نيم کاله مخکې يې په افغانستان کې له ميشتو بهرنيو سفيران او د دغو شرکتونو له يو شمير چارواکو سره ناسته درلوده او ورته مې وويل نا امنتي کوي، بمونه چوي، ګواښ کوي، فساد راولي، خلک په عذابوي خو هغوي وويل چې دغه شرکتونه د بياودانولو د پروژلو لپاره امنيت راولي او که تاسو دا کار وکړي نو مونږ به خپلې پروژې بندي کو.

کرزي وويل چې هغه مهال يې دا توان نه درلود، خو اوس افغان امنتيتي ځواکونه توان لري او دا شرکتونه يې په خپل زور بند کړي.

کرزي وايې: « نن افغانستان توان لري، دغه شرکتونو مو بند کړي زمونږ هيله دا ده چې بهرني دوستان به مونږ ته مراجعه و نه کړي، نه فشار واچوي او نه په رسنيو کې خبري وکړي، دغه کار نه کيږي، دغه شرکتونه ولاړل، دغه شرکتونه خلاص شول».

کرزي وويل چې بهرنيان دغو شرکتونو سره هر کال د يو نيم مليارد ډالرو په ارزښت امنيتي تړونونه لاسليکوي، او که چيرته هغوي غواړي چې دغه پيسې د افغانستان د بياودانولو لپآره کاروی نو کولاي شي چې د اوسنيو بدبختيو مخه ونيسي او افغان ځواکونه ورته وروزي.

هغه وايې: «د دغو پيسو پر ځاي زمونږ محلي پوليس تقويه کړي، مليشې لغوه کړي، او دغه خصوصې امنيتي شرکتونه لغوه کړي، د دغو مليشو او شرکتونو له لاسه زمونږ هيواد په غذاب دي».

کرزي همدا راز په تيرو نهو کلونو کې له افغانستان سره د بهرنيانو د مرستو مننه وکړه او وويويل چې که د هغوي مرسته نه واي نن به افغانستان په دې حال کې نه وو.

هغه د بيلګې په توګه د خپل حکومت د نهه کاله مخکې او اوسنۍ دولتي خزانه پرتله کړه.

کرزي وويل: « نهه کاله مخکې زمونږ په دولتي خزانه کې يو سل پنځوس مليونه ډالره وه اوس څلوزره او اته سوه مليونه ډ الرو لرو چې د نړيوالو ټولنې له برکته دي.»

افغان ولسمشر د خپلو خبرو په پاي کې خصوصي امنيتي کمپنۍ د حکومت په خير و نه بللي او يو ځل بيا يې له يوه ځواکمن موقف څخه د ټولو امنيتي خصوصي کمپنيو د تړلو غوښتنه او ورسره هيله وکړه.

جلالزی

کتونکی: عبدالباري حکيم