1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزي او ميرکل په افغانستان کي چاودني وغندلې

۱۳۹۰ آذر ۱۵, سه‌شنبه

افغان ولسمشرحامد کرزي او د المان لومړۍ وزيري انگيلا ميرکل سره په برلين کي يوې خبري غونډي ته په په کابل او مزارشريف کي ځانمرگي بريدونه په سختو ټکو وغندل.

https://p.dw.com/p/13NcK
افغان ولسمشر حامد کرزی او مېرمن انگېلا ميرکل
افغان ولسمشر حامد کرزی او مېرمن انگېلا ميرکلانځور: dapd

حامد کرزي په برلين کي وويل، چي دا لومړۍ ځل دي، چي په افغانستان کي پر يو مذهبي ځای باندي داسي يو بريد تر سره شوی دئ.

دا بريد يوه ورځ وروسته له هغه تر سره کيږي چي د المان په پخوانۍ پلازمېنه بن کي يو نړيوال کنفرانس تر ۲۰۱۴وروسته د افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو د وتلو په اړه خبري وشوې.

همداراز افغان ولسمشر پر ګاوندي هيواد پاکستان هم غږ وکړ، چي د افغانستان د سولي په پروسه کي مرسته وکړي. هغه ويلي چي پاکستان د افغانستان په سوله کي مهم رول لري.

پاکستان د ناټو له لوري د پاکستاني پوځ پر پوستې د شوي بريد له امله د احتجاج په توګه په دغه نړيوال کنفرانس کي ګډون و نه کړ.

د المان صدراعظمي، انګلا ميرکل هم ددغه چاودونو په اړه خپله ژوره خواشيني څرګنده کړه، هغي ويلي چي موږ بايد خپل سخت کار ته دوام ورکړو، تر څو په دې وتوانيږو چي په افغانستان کي امنيت راشي.

ولسمشر حامد کرزي په دغه خبري غونډه کي خبريالانو ته ويلي، چي افغانستان او پاکستان دواړه د ترهګرۍ په پايله کي سخت زيانونه ګالي. افراطيت په سيمه او په خاصه توګه په دغه دواړو هيوادونو کي وده کړې.

«متاسفانه پاکستان د اورپکو د پټنځايونو له امل سخت زيانونه ګالي.» هغه زياته کړي چي تر څو ددې ځايونو د له منځه وړلو او افراطيت پرضد په گډه کار نه وي کړی، نه په افغانستان او نه په پاکستان کي سوله راتلای شي.

د بن په نړيوال کنفرانس کي نړيوالو د راتلونکي لسيزي له پاره هم د افغانستان سره خپلو مرستو ته ژمنتيا وښوده.

خو هغوئ د افغانستان څخه د ښې حکومتوالي د رامنځته کولو له پاره د شفاف پرمختګ غوښتنه کړې.

آژانسونه/ سيد رياض
کتونکی: نجيب الله زيارمل