1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزي او زرادرې په عربستان کې سره لیدلي دي

۱۳۹۱ مرداد ۲۵, چهارشنبه
https://p.dw.com/p/15pln

افغان چارواکو نن خبر ورکړی دئ چې کابل او اسلام آباد په دې راضي شوي دي چې د پولې له دواړو خواوو د تر سره شوو وروستي راکټي بریدونو په اړه به په گډه یو پوځي پلاوی د څیړنو له پاره ولیږل شي. د ولسمشر دفتر ویلي دي چې کرزی او آصف علي زرداري په سعودي عربستان کې د اسلامي هیوادونو د همکاریو د سازمان د غونډې په څنډه کې پر دغې پریکړې راضي شوي دي.

پاکستان بیا ویلي دي چې دواړو مشرانو د دوه اړخیزو اړیکو، د سیمې د وضعیت، په افغانستان کې د سولې د پروسې او د شریکو گټو پر موضاعاتو سره خبري کړي دي، خو په دې اړه ئې نور جزئیات نه دي ورکړي.

د ولسمشر دفتر ویلي دي چې کرزي له زرداري څخه وغوښتل «چې په عاجله توگه دغه بریدونو ته دې د پاي ټکی کیښودل شي». زیاته شوې ده چې ولسمشر زرداري ته ویلي دي چې د بریدونو ادامه د داوړو هیوادونو په اړیکو منفي اغیزې لرلای شي. د ولسمشر د دفتر له خوا زیاته شوې ده چې زرداري په دې راضی شوی دئ چې د دواړو هیوادونو یو گډ پوځي پلاوی به پولې ته سفر وکړي او د راکټونو د توغولو په اړه به څیړنې تر سره کړي.